ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د ناامنیو له زیاتېدو شکایت لري

خلک د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د ناامنیو له زیاتېدو شکایت لري

author avatar
1 Aug 2022 - 17:59
خلک د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د ناامنیو له زیاتېدو شکایت لري
author avatar
1 Aug 2022 - 17:59

شبرغان (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې ناامني زياته شوې؛ خو مسوولين بیا د امنيتي وضعيت د ښه کېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې د امنيت په ټینګښت کې دې خپله همکاري ډېره کړي.

د اقچې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمد فهيم پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېر حکومت پر مهال هم ناامنۍ وې خو د تېر نظام له پرځېدو وروسته خلکو هيله درلوده چې امنيتي وضعيت به ښه شي.

هغه وایي چې د تېر نظام د نسکورېدو په پيل کې امنيتي وضعيت نسبتاً ښه و، خو په وروستيو مياشتو کې وضعيت بېرته خراب شوى دى.

د ده په باور، د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتېدل د جرمونو د زیاتوالي لامل شوی دی. ‎

هغه وويل: «په دې وروستيو کې په لارو او کوڅو کې غلاوې او وسله‌والې غلاوې ډېرې شوې او ان د يوه ساده او ارزانه موبايل لپاره هم خلک د غلو له خوا وهل کېږي.»

نوموړي زياته کړه، تر څو چې خلکو ته د کار زمينه برابره نه شي، د غلاوو او وسله‌والو تښتونو کمېدل ستونزمن دي.

د اقچې ولسوالۍ بل اوسېدونکي وویل: «د شپې له خوا د غلو له شره د خوندي پاتې کیدو لپاره د خپلو کورونو په بام ویده کېږو، څو زموږ کورونه د دوی تر برید لاندې رانه شي.»

هغه زیاته کړه: «کله چې غله د خیاطۍ یو ساده دوکان چې ټول شته یې په دوه پایې ماشینونو خلاصه کېږي، غلا کوي، نو د خلکو پر کورونو هېڅکله رحم نه کوي؛ په اقچه ولسوالۍ کې د موبایل له غلا نیولې بیا د کورونو تر لوټلو جریان لري او له بده مرغه دا پدیده ورځ تر بلې زیاتېږي.»

يادو دواړو سرچينو له مسوولينو وغوښتل چې د امنيت په ټينګښت کې دې هڅې وکړي.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان داملا سراج‌الدين احمدي په دې ولسوالۍ کې د ناامنيو زياتوالى ردوي او وايي، امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينګښت کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.