د فوټبال نړۍوال جام؛ جاپان د څلورو نړۍوالو جامونو ګټونکې جرمني ته ماتې ورکړه
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، جاپان د دغې لوبې څلور ځلې اتلولیو ګټونکې لوبډلې جرمني ته حیرانوونکې ماتې ورکړه. دا لوبه د لېندۍ په ۲مه، د چهارشنبې په ورځ د قطر په…
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، جاپان د دغې لوبې څلور ځلې اتلولیو ګټونکې لوبډلې جرمني ته حیرانوونکې ماتې ورکړه. دا لوبه د لېندۍ په ۲مه، د چهارشنبې په ورځ د قطر په…
د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیمې اوسېدونکي په «ژوره» سیمه کې د هغو سمڅو بیارغولو غوښتنه کوي چې د وخت مجاهدینو د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال کیندلې وې.…
اروزګان مېشتې مېرمنې وایي، پر هغوی د سیمکارتونو پلور بند شوی چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خو مسوولین وايي، له پلورنځيو غوښتل شوي چې ښځینه مشتریانو ته د بېلو ځايونو له جوړولو او د ښځينه کارکوونکو له ګومارلو وروسته دې پر هغوی سيمکارتونه وپلورل شي.
د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون والیبال سياليو کې سبا خپله لومړۍ لوبه له ایران سره کوي.
د کډروالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وايي، افغانان دې په کوربه هېوادونو کې د قانون مطابق ژوند وکړي او په هېڅ سیاسي او غیر سیاسي لاریونونو کې ې دې برخه نه اخلي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، له دوو صرافانو غلا شوې يوولس سوه زره افغانۍ، اته زره امریکایي ډالر او ۱۹۵ميليون تومن ترلاسه او خپلو څښتنانو ته وسپارل شول.
د افغانستان بانک وايي، د ملګرو ملتونو سازمان استازي په افغانستان کې د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې له دغه بانک سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوه نجونې چې یوه کوژده شوې هم ده، له کوره د تېښتې په تور نیول شوې دي.
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پنځوس متره سړک او ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه ناحیه کې د نږدې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه پارک جوړېدو چارې پيل شوې او په پنجشېر کې بیا د څلور میلیون افغانيو په ارزښت یوه پروژه بشپړه شوه.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښاروالۍ مسوولین وايي، د ښار د هغو سړکونو رغولو چارې پيلوي چې د کلونو په تېرېدو زیانمن او خراب شوي دي.
د بلخ مرکز مزار شریف - حیرتان پر لار د شل کیلومتره سړک په اوږدو کې د ۱۰۰ زره غیر مثمرو نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه.
په غزني، کونړ او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۹۵۰۰ اړو کورنيو سره د نغدو پيسو او په کندهار کې له ۵۸۸ کورنيو سره د چرګانو، د هغو د خوراک او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۱ اعشاريه ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۱۸۵ مترو په اوږدوالي يو سړک جوړ شو.
د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت اجرائیوي مرستیال د ریاستالوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي چې د عینک له سيمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کان کيندنې چارې پيل کړي.
وروسته له هغه چې د «اسلامي امارت» مشر ملا هبتالله اخندزاده پر مجرمانو د قصاص او شرعي حدودو جاري کولو امر وکړ، د لومړي ځل لپاره د لوګر ولایت استېناف محکمې له لوري د یوې علني محاکمې په ترڅ کې د درېیو ښځو په ګډون، ۱۷ کسان- چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو- په دُرو ووهل شول.
په بامیان ولایت کې د روږدو درملنې درېیو مرکزونو له یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.
د زابل په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه سیمهییز ټولګي جوړ شوي او ۲۴ زره ماشومانو ته په کې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د هلمند ولایت د ځینو سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په تېرو جګړو کې د ښوونځيو تخريب شوې ودانۍ دې بېرته ورغوي.
د چارو ادارې له لوري د ٦،٤ میلیون ډالرو په لګښت پېرل شوي ١٢٥ امبولانسونه د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، د يوه خصوصي شرکت په همکارۍ له کلونو وروسته يو ځل بيا د دغه ولايت د زيتون تېل او اچار بهر ته صادروي.
د افغانستان سرپرست حکومت وايي، له پاکستان سره د سرحدي شخړو مخنيوي په موخه د افغانستان او پاکستان یوې ګډې کمېټې کار پیل کړی دی.