ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د خوست د ژورې سیمې تاریخي سمڅې دې ورغول شي»

«د خوست د ژورې سیمې تاریخي سمڅې دې ورغول شي»

author avatar
23 Nov 2022 - 22:20
«د خوست د ژورې سیمې تاریخي سمڅې دې ورغول شي»
author avatar
23 Nov 2022 - 22:20

خوست ښار (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیمې اوسېدونکي په «ژوره» سیمه کې د هغو سمڅو بیارغولو غوښتنه کوي چې د وخت مجاهدینو د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال کیندلې وې.

د ګربزو ولسوالۍ اړوند په ژوره سيمه کې – چې د خوست په ختيځه څنډه کې، ډيورنډ کرښې ته څېرمه له شمالي وزيرستان سره نږدې پرته ده – د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال د پخوانيو مجاهدينو يو مهم جنګي سنګر و.

Khost

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ژورې په سیمه کې د مجاهدینو سمڅې

د ځايي اوسېدونکو په وينا، په دې غرنۍ سيمه کې د پخوانيو مجاهدينو له خوا تر ځمکې لاندې اوږدې، کلکې او پټې سمڅې چې دقيق شمېر يې نه دی معلوم، جوړې شوې دي چې د شورويانو او همدا ډول په تېرو کلونو کې امريکايانو له خوا څو ځلې بمبارد شوې دي.

دغې سيمې ته نن (د لېندۍ ۲مه) د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مشرۍ، د دغه ولايت يو شمېر فرهنګيانو، ځوانانو او پخوانيو مجاهدينو سفر درلود او له نږدې يې ترې ليدنه وکړه.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني پژواک اژانس ته وويل، له دغې تاریخي سیمې څخه د دوی د لیدنې موخه، د پخوانیو مجاهدینو له کړنو، ستونزو او تکلیفونو یاد او ترې زده‌کړه ده.

هغه زیاته کړه، له دې سيمې او سمڅو څخه د وخت پخواني شوروي اتحاد چې په زبرځواک پېژندل کېده، ماتې خوړلې ده.

Khost

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ژورې په سیمه کې د مجاهدینو سمڅې

دی وايي: «له دې سيمې څخه د جنوبي زون د مجاهدينو ټول اکمالات کېدل، د هغوی ترتيب‌ګاه وه، د مجاهدينو د تجمع مرکز و او د مجاهدينو د جنګونو د پلان او د طرحې ځای و. د دغه ځای نه به مجاهدين د جنوب‌ختيځ زون ټولو جبهاتو ته به تقسيميدل.»

عثماني وويل، هره سمڅه چې ډېره قوي او په اساسي ډول جوړه شوې، ۶۰ متره اوږده او په ترتيب سره يو له بلې سره نښلول شوې ده.

نوموړي د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې دغې سيمې ته پاملرنه وکړي او يادې سمڅې چې تاريخي ارزښت لري، له سره ترميم کړي.

هغه زياته کړه: «موږ د اسلامي امارت نه دا غوښتنه کوو چې زموږ څومره جهادي مراکز دي، دا په اساسي ډول ترميم کړي. دلته د ژوند د سهولتونو امکانات برابر کړي او دغو ته د تاريخي سيمو اهميت ورکړي.»

حاجي حفيظ‌الله جان يو له پخوانيو مجاهدينو څخه دی چې وخت ناوخت يې د ژوره په يادو سمڅو کې د پخواني شوروي اتحاد عسکرو پرضد په پلانېدونکو نظامي عملياتو کې برخه اخيسته.

Khost

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ژورې په سیمه کې د مجاهدینو سمڅې

هغه پژواک اژانس ته وويل، روسانو او د هغوی پلويانو پر دې سمڅو څو څو ځله بمبارد وکړ، خو بيا هم دا سمڅې روغې پاتې شوې او خپلو پلانونو جوړولو ته يې دوام ورکړ چې بالاخره هغوی ماتې وخوړه.

دی وايي: «د جنوب زون مجاهدين چې هر تنظيم پورې تړلي وو، د هغوی مشوره په دې ځای باندې وه. مړۍ، چای، خوراک، ناستې ټول يې په دې ځای باندې وو. زموږ اتحاد هم د دې سمڅو نه جوړ دی چې دلته به يو ځای کېناستو، خپلې نيمګرتياوې به مو يو بل ته بيان کړې او بيا به له دغه ځايه په اتحاد ووتلو.»

د محمد رووف روان په نوم د یاد ولايت يو ځوان چې د دغه فرهنګي سفر په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د ژوره له يادو سمڅو يې ليدنه وکړه، له پژواک سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه ځای ته لازمه پاملرنه وکړي.

نوموړی زياتوي: «که چېرته دلته کار وشي، پارکونه جوړ شي، سيستم ورته جوړ شي، خارجي سيلانيان به دلته را درومي او له دې جالب او تاريخي ځای څخه به ليدنه کوي.»

په ورته مهال، د يادې سيمې يو شمېر اوسېدونکو هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال دوی په دغه ځای کې ډېره قرباني ورکړې، نو حکومت ته په کار ده چې دې سيمې ته پاملرنه زياته کړي.

Visits: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.