ځینې افغان سوداګر سبا د چین په یوه نندارتون کې ګډون کوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سبا په چین کې د شانګهای نړیوالو وارداتو یو نندارتون پرانيستل کېږي او د افغانستان د وچې میوې او غالیو ځینو سوداګر هم په کې ګډون کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سبا په چین کې د شانګهای نړیوالو وارداتو یو نندارتون پرانيستل کېږي او د افغانستان د وچې میوې او غالیو ځینو سوداګر هم په کې ګډون کوي.
د ریاست الوزار سیاسي مرستیال، د افغانستان لپاره د قطر له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، کابل غواړي د قطر په منځګړیتوب له اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړي، تر څو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې نورې هم زیاتې شي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ده د شوي برید تور پر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف او داي اېس اي پر یوه مشر لګولی دی. عمران خان له تېرو څو ورځو…
د ننګرهار ولایت یو شمېر مسوولین وایي، هېڅوک نه شي کولای چې په یو او بل نوم د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي. د باختر اژانس د خبر له مخې،…
د راپورونو له مخې، په افریقایي هېواد ایتوپیا کې د اوربند تړون لاسلیک او په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې ده. د امریکا غږ د راپور له مخې، د ایتوپیا د…
د بشري مرستو په لړ کې نن په لوګر کې له ۹۲۰۰، په اروزګان کې له ۳۹۰۷، په تخار کې له ۹۰۰۰ او په میدان وردګو کې له ۸۵۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او په نورستان کې له ۳۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ژمي په رارسېدو افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي، له تېر یوه کال راهیسې له ۷۰۰ زره ډېرو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د زابل مرکز کلات شمال لورته د کابل- کندهار پر عمومي لار یو پل جوړ او نن پرانیستل شو.
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې پر نشو د روږدو وګړو د راټولولو لړۍ پيل کړې چې په تېرو دوو ورځو کې یې سلګونه دغسې کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یوه کمپ ته لېږلي دي.
د میدان وردګو خلک وايي، له درېيو کلونو را هيسې د دغه ولایت د چک برېښنا فابریکه له تولیده لوېدلې او له حکومته غواړي چې دغه فابریکه دې بېرته فعاله کړي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۹۰۰ زره بوتله تاریختېره «کاراباو انرژي» له منځه یووړه.
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره په هرات ولايت کې د څلورم ځل لپاره د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د درېيو ورځو لپاره جوړ او د ښځو او دولتي چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.
د پاکستان مخکنی لومړی وزیر عمران د ګوجرانواله ښار په یوه لاریون کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو پر پښه ټپي شوی دی.
د پکتيکا یو شمېر اوسېدونکي او سیمهییز سوداګر وايي، که حکومت یې د جلغوزیو حاصلاتو ته بازار پیدا نه کړي، نو له زیان سره به مخ شي.
د کندهار چارواکي وایي، تېره ورځ د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ډلهییز قبر موندل شوی چې پنځه کسان په کې خښ شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې له ایرانه څه باندې ۳۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د پژواک په ټویټرسپېس (تناظر) کې دا ځل د نوي اساسي قانون جوړېدو لپاره د «اهلیت لرونکو» کسانو یو کمېسیون جوړېدو غوښتنه وشوه او ګډونوالو وویل چې د اساسي قانون د ځنډ له امله هره ورځ زرګونه کورنۍ له هېواده وځي او اوسنۍ «بې مسوولیتي، بې صلاحیتي او بې هویتي» هم د قانون د تشې له امله ده.
په بادغيس ولايت کې د پستې يو شمېر سوداګر د دغې مېوې د ساتلو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، سږ کال يې د پلور کچه کمه شوې او ښايي د دغه محصول ډېره برخه خرابه شي.
د افغانستان د هواپېژندنې اداره د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو د اټکل خبر ورکوي.
د استخباراتو لوی ریاست وایي، د انسانتښتوونکو یوه درې کسیزه ډله او دوه جعلکاران یې نیولي او یو کس یې د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
د ځوانانو د تفریح لپاره د موبايل او کمپيوټر په مرسته په انلاین ډول د لوبو پر موجودیت سربېره، اوس د هرات ولايت په ګوټ ګوټ کې د سيمهييزو او دوديزو لوبو مینهوال هم زيات شوي دي.
په کابل کې د ایران سفیر د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ پخوانيو او تاریخي اړیکو ته په اشارې وایي، هېواد یې د تېر په څېر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او تر خپلې وسې ورسره مرسته کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د څه باندې ۸۰۰۰ زلزلهځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ کړي دي.