له ډاکټر عبدالله سره د ویسټ ټیلفوني خبرې؛ دواړو پر بینالافغاني خبرو اترو ټینګار کړی
افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي او ډاکټر عبدالله د اوسنيو ستونزو د حل په موخه پر بينالافغاني خبرو ټينګار کړی دى.
افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي او ډاکټر عبدالله د اوسنيو ستونزو د حل په موخه پر بينالافغاني خبرو ټينګار کړی دى.
د پکتيکا په يحيیخېل ولسوالۍ کې د نېزهوهنې لوبې- چې د پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو د نېزهوهنې د لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې- د يحيیخېل ولسوالۍ د نېزهوهنې لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.
د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت په موربي ښار کې پر ماچهو سیند د یوه پله نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۳۲ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د دغه بانک سرپرست د پاکستان له تجارتي اتشې سره د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې، مالي او بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د بدخشان پوهنتون يو شمېر محصلينې وايي، وروسته له هغه يې لاريون وکړ چې د امر بالمعروف او نهیعنالمنکر محتسبینو د حجاب یا چادرۍ نه اغوستلو له امله پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنکړه.
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د بیارغونې کار د ٢٤.٥ میلیونو افغانيو په ارزښت پیل شو.
د چارو اداره وايي، د زابل ولایت د شلمزو ګمرک د جوړېدو لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اراضي له تثبیت وروسته دې د ګمرک ډیزاین او طرح جوړه کړي.
د هلمند په مرکز کې د شپږ نیم میلیون افغانیو په ارزښت د سړک ترمیم او په تخار کې د څه باندې درې میلیون افغانيو په ارزښت، کانال جوړولو چارې پيل شوې.
مسوولین وايي نن په لغمان کې له ۴۰۰ کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې او په بامیان کې له ۴۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هېواد په کچه د کانګفو څوارلسم پړاو سیالۍ د غزني په کوربهتوب پيل شوې چې له ۳۱ ولایتونو د دې لوبې ۲۰۰ ورزشکاران ورته رابلل شوي دي.
په کندهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي په موخه کمېسیون جوړ شو او په کار یې پیل وکړ. په دې اړه نن (د لړم ۸مه) د کندهار ولایت مقام کې د چارو ادارې د…
د بامیان ولایت مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۵۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۵ شبکو له جوړېدو خبر ورکوي.
د سوالګرو ټولولو کمېټې په تېرو درېیو میاشتو کې له کابل ښاره ۱۴۳۹۳ سوالګر راټول کړي چې ۵۶ یې بېسرپرسته ماشومان، ۵۶۱۸ یې مستحق او ۸۷۱۹ نور یې حرفهیي سوالګر دي.
د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي سکټور ویاند اجمل عمر شینواری، هغه څرګندونې ردوي چې ګواکي جګړو کې ځینې ښکېل هېوادونه هڅه کوي، د افغانستان پخواني کومانډویان د جګړې لپاره جذب کړي.
د سرپل ولایت مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د دولتي ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان د جرم، اشکاشم او شغنان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دوی د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.
په هرات کې مزدورکاران د کار له نشتوالي شکایت کوي او وایي، د کار نه شتون له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
د تخار د درقد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال پر امو سیند د پله له نشتوالي شکایت کوي او وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله له څو کلونو راهیسې د دغه پله پر ځای له دودیزو کښتیو کار اخلي.
ننګرهار کې د شوکاڼي د کاروباريانو ټولنه وايي، د ګمرکي تعرفې لوړوالي له امله د شوکاڼي پروسس شاوخوا ۳۰ فابريکې تړل شوې او زرګونه کسان وزګاره شوي دي.
په فاریاب کې ځيني ځوانان، د دغه ولایت د تحصیلکړو ځوانانو د نه جذبولو له امله پر ملي او نړۍوالو موسسو د نیوکې ترڅنګ وايي، زرګونه فاریابي ځوانان بېکاره دي او جبرا هېواد پرېږدي.
د کرکټ د ملي لوبغاړي فضلالحق فاروقي ورور وايي چې د دوى د کورنۍ غړي د پاکستان په کراچۍ ښار کې پوليسو بنديان کړي دي.
د زابل په مرکز کلات کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي دي.
په تخار کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان نړېدو له امله پنځو کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې د دغه هېواد د پوهنې وزارت ته څېرمه دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي او ۳۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.