منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي د نجونو زده‌کړو کې ځنډ ژر لري کړي

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونو ټولنې له رهبري پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د نجونو زده‌کړو مخالف نه دی، هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.

غړي

مجاهد امریکا ته: هغه موسسې چې افغانستان کې فعالیت لري، د قوانینو او فرامینو پر رعایت مکلفې دي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا سفارت شارژدافیرې څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، کومې موسسې چې دلته فعالیت کوي، باید قوانین او فرمانونه ومني. د مجاهد او  امریکا…

فاریاب کې د یوه چارواکي له خوا د خپل زوی د دوو قاتلینو بښل؛ خلک باید د دُښمنۍ پرځای د دوستۍ او یو بل منلو لاره غوره کړي

د فاریاب یوه حکومتي چارواکي د خپل زوی دوه قاتلان وبښل؛ دیني عالمان او د سیمې خلک د هغه دا کړنه ستایي او وايي، که په ټولنه کې که څوک دُښمني لري نو له بښنې دې کار واخلي او د دُښمنۍ پرځای دې، د مینې او یو بل منلو لار غوره کړي.

افغانستان کې پنځو موسسو خپل فعالیتونه وځنډول

د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې، پاملرنې، «ورلډ ویژن» او «سي‌ارایس» موسسو وروسته له هغه په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد. د…

غړي

نهو هېوادونو او نړۍوالو موسسو په افغانستان کې د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز وغانده

ملګرو ملتونو، امریکا، ناروې، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، د ماشومانو ژغورنې ادارې، د کډوالۍ او بښنې نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز غندلی او نیوکې یې کړې دي.

غړي

ننګرهار کې د اوبو دوه کانالونه ورغول شول

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په مالي ملاتړ يې د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د اوبو دوه کانالونه رغولي دي.

غړي

امر بالمعروف وزارت ولایتي ریاستونو ته: د هغو مسوولینو نوملړ راسره شریک کړئ چې دویم، درېیم او څلورم ودونه یې کړي

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له خپلو ولایتي ریاستونو غوښتي، څو د هغو مسوولینو نوملړ ورسره شریک کړي چې دویم، درېیم او څلورم ودونه یې کړي.

غړي

ترکمنستان پر افغانستان د برېښنا پلور تړون نوی کوي او په هرات کې یو سب‌سټېشن جوړوي

د ترکمنستان د برېښنا شرکت استازی وایي، هېواد یې د راتلونکي میلادي کال لپاره هم پر افغانستان د برېښنا پلور تړون لاسلیکوي او دغه راز په هرات کې د «نورالجهاد» سب‌سټېشن چارې هم پيلوي.

نور راپورونه