ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان او سمنګان کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

اروزګان او سمنګان کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

ترینکوټ (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): اروزګان کې له ۸۷۷ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او سمنګان کې له ۳۶۱۰ کورنيو سره د نغدو پيسو او روغتيايي بستو مرسته وشوه.

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د خوړو نړۍوال پروګرام WFP  له لوري له ۸۷۷ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د والي ویاند قاري احسان‌الله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو کورنیو سروې درې میاشتې مخکې د یوه ګډه پلاوي له خوا شوې وه چې نن ورباندې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۷ کیلوګرامه د NLS په نوم د ماشومانو د تقویې خواړه، ۶ کیلوګرامه دال او ۵ کیلوګرامه مالګه ورکړل شول.

ده خبر ورکړ چې د خوړو نړۍوال پروګرامه له لوري د روان زېږدیز کاله له پیله په اروزګان کې ۵ زره ۹۶۲ کورنیو سره ورته مرسته شوې ده.

له بلې خوا په سمنګانو کې له ۳۶۱۰ اړو کورنيو سره د نغدو پيسو او روغتيايي بستو مرسته وشوه.

د سمنګان د کډوالو رياست د احصايې او پلان مدیر احمد ارشاد پژواک اژانس ته وویل، په خلم ولسوالۍ کې ۹۰۰ کورنيو سره، دره صوف بالا کې ۶۵۰ کورنيو سره، خرم سارباغ کې ۱۲۰۰ کورنيو سره او روی دو اب ولسوالۍ کې ۶۸۰ کورنيو سره مرستې وشوې.

ده زياته کړه، د ۲۶۱۰ کورنيو هر يوې ته ۱۳۵۰۰ افغانۍ او د ۱۰۰۰ کورنيو هر يوې ته ۱۹۷۱۰ افغانۍ او صحي بستې ورکړل شوې.

 

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.