ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي پاکستان ته: پر کرښه ستونزې رامنځته کول د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي

متقي پاکستان ته: پر کرښه ستونزې رامنځته کول د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي

author avatar
25 Dec 2022 - 17:33
متقي پاکستان ته: پر کرښه ستونزې رامنځته کول د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي
author avatar
25 Dec 2022 - 17:33

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه د د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ لانجه او د ستونزو رامنځته کول، نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په ګټه دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دغه څرګندونې نن (یکشنبه) په ارګ کې د مالي جریمو د معافیت، صنعت او تجارت ملاتړ په نوم جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په دې وروستيو کې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستانيو سرتېرو ترمنځ د نښتو څو راپورونه ورکړل شوي دي.

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست وویل، افغانستان او پاکستان پر کرښه رامنځته شوې ستونزې، باید د مفاهمې، مذاکراتو او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړي.

د ده په وینا، له پاکستان څخه یې څو ځلې له ډيپلوماتیکو لارو د ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه، که څوک له فشار کار اخلي دا معنا لري چې غواړي افغانستان بېرته ناامنۍ او ګډوډۍ خوا ته یوسي، خو دا حالت د هيچا په ګټه نه ‌دی.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير دغه راز وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري باید د اصولو له مخې ترسره شي.

هغه پاکستان ته په خطاب کې وویل: «راشه درشه مو باید د دوو سیالو هېوادونو په څېر وي، مشکلات باید د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړو، ټرانزیټي لار مې درکړې، زه هم حق لرم چې ستا له لارې خپل مالونه نورو هېوادونو ته ټرانزیټ کړم.»

Visits: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.