ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شرکتونو او انفرادي اشخاصو پخواني مالیاتي جرایم معاف شول

د شرکتونو او انفرادي اشخاصو پخواني مالیاتي جرایم معاف شول

author avatar
25 Dec 2022 - 16:34
د شرکتونو او انفرادي اشخاصو پخواني مالیاتي جرایم معاف شول
author avatar
25 Dec 2022 - 16:34

‏کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت له لوري د شرکتونو او انفرادي اشخاصو پخواني ټول مالیاتي جرایم معاف شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په ارګ کې د مالي جرایمو د معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ په نوم جوړه شوې غونډه کې وویل، ځيني سوداګر د مالیاتو ورکړې ته ژمن دي خو غوښتنه یې دا ده چې مالیاتي تصفیې دې یوکلنې شي.

هغه زیاته کړه: «ولس باید په هیڅ صورت له خپلو حقه، مسلمو او ثابتو حقونو محروم نه کړل شي.»

نوموړی زیاته کړه، مالیات د یوه هېواد د ملي عوایدو په تامین کې مهم رول لري، همدا مالیات دي چې د هېوادونو ملي بودجه جوړوي او د ولسونو امنیت، عامه خدمتونه او هوساینه تضمینوي.

‏دغه راز هغه وویل، په اوسنیو شرایطو کې ملي بودجه له کورنیو عوایدو برابرېږي نو دا د دوی، په ځانګړي ډول د مالیې وزارت دنده ده چې د مالیاتو په راټولولو کې شفافیت رامنځته کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دا هم وویل چې د سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون د ټول هېواد وګړو مسوولیت د حکومت پر غاړه دی، نو په کار ده چې دوی ته په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې شي او د مال او عزت ساتنه یې وشي.

د برادر په خبره، د پنځه کلنې او درې کلنې بررسۍ له امله سوداګر له ستونزو سره مخ دي، له همدې امله په بهر کې مېشت ډېر سوداګر هېواد ته د راتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

نوموړي د مالیې له وزارته وغوښتل چې دغه ستونزې ته دې اساسي حل لاره پیدا او خپل اجرایي میکانیزم دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي څو په لوړه کچه په دې اړه تصمیم ونیول شي.

ده ټینګار وکړ چې د مالیې په راټولولو کې باید رونټیا رامنځته شي؛ داسې چې نه د حکومت عواید له‌منځه لاړ شي او نه هم په صنعتکارانو او سوداګرو بې‌‌ځایه مالي بوج تحمیل شي.

هغه له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې خپلې مالیې په شفاف ډول اړوندو ارګانونو ته وسپاري څو په راتلونکي کې هم حکومت وتوانېږي له خپلو کورنیو عوایدو خپل لګښتونه پوره کړي.

دغه راز په یاده غونډه کې  د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفی وویل، کومه جریمه چې په سوداګرو وضع شوې وه، معاف شوه خو په راتلونکِ کې باید ټول پر خپل وخت مالیه ورکړي.

نوموړي دا هم وویل، که څوک له قانونه سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

حنفي وویل، ستونزې شته، ټولې په یو وار نه حلېږي خو حکومت هڅه کوي چې دغه ستونزې حل کړي.

‏همدارنګه په دې غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري وویل، حکومت له ټولو صنعت‌کارانو او سوداګرو سره په ګډه هڅه کوي هغه ستونزې حل کړي چې د صنعت او پانګونې مخه نیسي.

دغه راز په غونډه کې د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید وویل، د سرپرست حکومت له راتلو وروسته چې په ګمرکونو کې کومې جریمې اخیستل شوې، په یوه امانت اکاونټ کې اېښودل شوې دي.

هغه زیاته کړه، له هغه چا څخه چې جریمې اخیستل شوې، د اصولو مطابق به بېرته ورکړل شي.

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.