منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۷ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

څارمن سید ولي چې د خلکو ژغورلو لپاره یې خپل اندامونه بایللي، اوس له کړاوه ډک ژوند لري

د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن څارمن سید ولي چې د زرګونو ماینونو په شنډولو یې د زرګونو انسانانو ژوند ژغورلی او په دې لار کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، اوس له کړاوونو ډک ژوند تېروي.

شنونکي: د نوو بانک‌نوټونو چاپ د افغانۍ ارزښت ته زیان نه رسوي

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي، هېواد ته د افغانۍ نویو بانک‌‌نوټونو په راوړلو سره به د زړو افغانیو «ناکاره حالت» سم شي او نوي بانک‌نوټونه به د توکو پر بیو او د افغانۍ پر ارزښت ځکه منفي اغېز ونه لري چې د زړو بانکنوټونو په بدل کې بازار ته وړاندې کېږي.

غړي

بدخشان کې د شاوخوا یوې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې ۴۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا یوې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ د حکومت وسله‌وال مخالفین او درې امنیتي کسان وژل شوي او ۷۸ د حکومت وسله‌وال مخالفین نیول شوي دي.

غړي

ځلاند: امریکا کې امنيتي کسانو نیولی وم

د کابل پوهنتون مخکېنی استاد فیض‌محمد ځلاند وايي، دی امریکا ته په رسمي سفر بلل شوی و، خو د تکزاس ایالت ډالاس هوايي ډګر ته په رسېدو د امریکا امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو، خو اوس بېرته کابل ته راستون شوی دی.

طب‌پوهان: د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو لپاره درمل مه کاروئ

د ټولنیزو شبکو ځیني کاروونکي په داسې حال کې هېوادوال د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو درملو خپلسرې کارونې ته هڅوي چې طب‌پوهان د دغه ډول درملو کارونه خطرناک ګڼي او وايي، دغه درمل د بېلابېلو او لاعلاجه ناروغیو لامل کېدای شي.

غړي

مولوي هبت‌الله اخوندزاده: له بندیانو سره باید شرعي چلند وشي او ناروا تعذیبونه ورنه کړل شي

د اسلامي امارت مشر، د ملي دفاع وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې باید له بندیانو سره شرعي چلند وشي، ناروا تعذیبونه ورنه کړل شي او له هغو «ظالمانه کړنو» ډډه وشي چې پخوانیو رژیمونو ترویج کړي وو.

غړي

د کابل- لوګر پر لار ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي

د لوګر اوسېدونکي وایي، په دې ورستیو کې د کابل- لوګر او لوګر- ګردېز ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې ترافیکي پېښې ډېرې شوې چې له امله یې په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

غړي

د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته ښوونځي غواړي

د غزني د خوګیاڼو اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي له سلو ډېر کلي لري چې زرګونه خلک په کې ژوند کوي، خو یوازې د هلکانو درې ښوونځي په کې شته چې هغه هم په وروستیو درېیو کلونو کې جوړ شوي او تر اوسه ودانۍ نه لري.

غړي

له کندهاره د انارو د صادراتو پیل؛ ۴۷ زره ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.

غړي

کابل وایي، امریکا کې د افغانې ماشومې د «یرغمل کېدو» موضوع تعقیبوي

د راپورونو له مخې، پر یوه امریکایي پوځي د افغانې ماشومې د تښتولو تور لګول شوی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې ماشومې د «یرغمل کېدو» دغه د «بشر ضد» کړنې په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې کوي.   

نور راپورونه