منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۸ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

ارګ: تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي بنسټونه وران یا زیانمن شوي

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس وایي، په تېرو شلو کلونو کې پوهنتونونه، مدرسې، جوماتونه او نور علمي او څېړنیز بنسټونه وران شوي یا یې زیان لیدلی او منفي ذهنیت پکې ترویج شوی دی.

غړي

میدان وردګ او لغمان کې سلګونه کورنیو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

چارواکي وايي، په ميدان وردګو او لغمان ولایتونو کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرسته وشوه. د میدان ‌وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې له…

غړي

ریچارډ بنیټ: افغانستان کې د بېوزلۍ ختمولو لپاره به بهرنیو مرستندویانو سره خبرې وکړو

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ريچارډ بنیټ وايي، په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره به له بهرنيو مرستندویانو سره خبرې وکړي. د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په…

غړي

اروزګان کې د دوو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

چارواکي وايي، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي لګښت او د افغان پرمختیایې موسسې/ ADA په تخنیکي همکاري د یوه استنادي دېوال او یوه کانال جوړولو چارې بشپړې شوې.

غړي

د لوړو زده‌کړو نوی سرپرست وزیر وایي، له تحصیلي ډګره به د پردیو لاس لنډ کړي

د ریاست الوزار اداري مرستیال وایي، حکومت له خصوصي پوهنتونونو ملاتړ کوي، خو پوهنتنونه باید «دوکانداري» ونه کړي او د لوړو زده‌کړو نوی سرپرست بیا وایي چې له تحصیلي ډګره به د پردیو لاس لنډ کړي.

غړي

ویسټ: واشنګټن اوس له کابل سره د باور جوړولو پر لور روان دی

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، امریکا له افغان سرپرست حکومت سره د باور جوړولو په حال کې ده؛ خو ټینګار یې کړی، واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي ځالې بدل شي.

نور راپورونه