منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۱ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان بانک سبا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۱ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک سبا (د لړم لومړۍ) ۱۱ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک نن د تلې په ۳۰ مه، په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۷مه (۱۴۰۱/ ۰۸/ ۰۱) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې ۱۱ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.»

یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو - چې پر شرایطو برابر وي - غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د یادونې ده چې د افغانستان بانک هره اوونۍ ټاکلې اندازه امریکايي ډالر لیلاموي څو د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد