ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څارمن سید ولي چې د خلکو ژغورلو لپاره یې خپل اندامونه بایللي، اوس له کړاوه ډک ژوند لري

څارمن سید ولي چې د خلکو ژغورلو لپاره یې خپل اندامونه بایللي، اوس له کړاوه ډک ژوند لري

author avatar
24 Oct 2022 - 13:35
څارمن سید ولي چې د خلکو ژغورلو لپاره یې خپل اندامونه بایللي، اوس له کړاوه ډک ژوند لري
author avatar
24 Oct 2022 - 13:35

جلال‌اباد (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن څارمن سید ولي چې د زرګونو ماینونو په شنډولو یې د زرګونو انسانانو ژوند ژغورلی او په دې لار کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، اوس له کړاوونو ډک ژوند تېروي.

نوموړي د تېر نظام د پولیسو په لیکو کې د ماینونو شنډولو انجنیري ټیم کې دنده لرله چې شاوخوا دوه کاله مخکې د یوه ښوونځي مخې ته د اېښودل شوي ماین شنډولو پرمهال چاودنه ورباندې وشوه او سخت ټپي شو.

د چاودنې له امله د هغه دواړه لاسونه پرې شوي، یوه سترګه یې په بشپړ ډول او بله یې څلوېښت سلنه له کاره لوېدلې ده.

هغه چې د درېیو سر او نیم سر اولادونو (یوه زوی او دوو لوڼو) پلار دی او د ګټې وټې څوک یې نشته، د سره‌رود ولسوالۍ د دولتزیو د فامیلیو سیمې په یو کرايي کور کې د چرګانو په روزنه او د هګیو په خرڅلاو ژوند روان کړی دی.

دغه مخکېني پولیس افسر څارمن سید ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د انجنیري ټیم غړی و او د زرګونو ماینونو په شنډولو یې د زرګونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.

د ده په خبره، په دې لړ کې یې شاوخوا دوه کاله مخکې په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي مخې ته اېښودل شوی ماین شنډوه چې بل ماین پرې وچاودېد.

هغه وايي، که څه هم له چاودنې ژوندی پاتې شو خو وجود یې د تل لپاره نیمګړی شو.

ده زیاته کړه: «همدلته په ننګرهار کې مې د يو مکتب مخې ته ماين شنډوه چې بل ماين چاودنه راباندې وکړه، په دې  پېښه کې مې دواړه لاسونه او يوه سترګه له لاسه ورکړل او نور بدن مې هم ټوک ټوک شو.»

دی وايي، په لومړيو کې د حکومت له خوا هند ته د درملنې لپاره ولېږل شو، شپږ مياشتې يې هلته درملنه وکړه، خو وروسته نظام سقوط شو چې د ده درملنه هم نيمګړې پاتې شوه او له ډ‌ېرو ارمانونو سره د بې وسۍ ژوند ته راوګرځېد.

هغه وړاندې وايي: «ارقام زيات دي، زرګونه ماينونه مې کشف او شنډ کړي، په مختلفو ولايتونو کې مې ګران وطن افغانستان ته ۱۸ کاله خدمت کړی دی.»

خو نوموړی اوس ناهیلی دی او وايي، د خپلو کوچنيانو راتلونکي ته ډېر اندېښمن دی، ځکه ژوند يې ډېر سخت شوی، د ګټې وټې يې څوک نشته او مشر زوی يې ايله اوس څلور کلن دی.

د هغه د دواړو لاسونو درملنه ناشونې نه ده خو وايي، په هند کې پرې څلور میلیونه افغانۍ لګښت راځي او دی د اولادونو لپاره نفقه نه شي پيدا کولی، د څلور میلیونو افغانيو پيدا کول خو ورته بيخي ناشوني دي.

هغه زیاتوي، د مخکېني نظام له سقوط سره يې درملنه نيمګړې پاتې شوه، خو اوسني نظام هم کومه مرسته نه ده ورسره کړې.

دی زیاتوي: «له موږ سره بايد مرستې وشي، د اوسني نظام د سرتېرو په څېر دې موږ ته هم وکتل شي، ځکه موږ هم د ولس او هېواد لپاره قرباني ورکړې ده.»

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د تېر نظام معلولو سرتېرو سره د مرستې لپاره پر یوه ميکانيزم کار روان دی او ډېر ژر به ورته د امتيازاتو کارتونه جوړ شي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون پژواک اژانس ته وويل، تېر وخت کې ډېر داسې کسان وو چې نظاميان نه وو خو ځانونه يې نظامي معلول ثبت کړي وو چې د دغو کسانو له چاڼ وروسته به له نظامي معلولينو سره هم مرستې پيل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال تر ۲۵ زره ملکي او د امارت نظامي معلولين ثبت شوي چې امتيازات هم ورکول کېږي.

Views: 436

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.