ننګرهار کې یو کس چې له نقابه په استفاده یې د پېري په نوم زدهکوونکي وېرول، نیول شوی
د ننګرهار ولايت سيمهييز چارواکي وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې يې هغه نقابپوښ نيولی چې له څه مودې راهېسې يې د ښوونځيو او مدرسو کوچني زدهکوونکي ډارول.
د ننګرهار ولايت سيمهييز چارواکي وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې يې هغه نقابپوښ نيولی چې له څه مودې راهېسې يې د ښوونځيو او مدرسو کوچني زدهکوونکي ډارول.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو پرون د انسانتښتوونکو له منګولو دوه کسان ازاد او خپلو کورنیو ته يې وسپارل.
د بلخ تکړه انځورګر او خطاط استاد محمدصابر نقشبندي چې درې ورځې وړاندې وفات شوى، د دغه ولايت یو شمېر فرهنګیانو او سیمهییزو چارواکو یې هنر بېبدیله او مړینه یې لویه ضایعه وبلله.
د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا تر شل کلنو د کم عمره اتلولۍ مقدماتي ګروپي سیالیو په درېیمه لوبه کې، د فیلیپین پر وړاندې ماتې وخوړه.
د ګوانتانامو له زندانه وروستی افغان بندي حاجي بشر نورزی خوشی شوی او کابل ته رارسېدلی دی.
د کونړ له ولایتي روغتونه غلا شوی ماشوم پرون د امنیتي ځواکونو له خوا پيدا او کورنۍ ته يې سپارل شوی دی.
یو شمېر افغانانو او پخواني امریکایي پوځیانو په واشنګټن کې د کانګرېس ودانۍ مخې ته پرلت وهلی دی. د دغه پرلت یوه افغان ګډونوال او د افغان امریکايي بنسټ غړي جاوېد کوټوال د وږي په…
د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یو ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی دی.
په میدان وردګو، لغمان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې له ۳۰۴۹ بېوزلو او سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.
هغه ناسته چې د کابل د کانونو او صنایعو خونې د رییس ټاکلو په تړاو د خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه، د صنعتګرو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته د یوې مرمۍ په ډز…
کابل کې د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو له چارواکو د هغوی د ستونزو د حل غوښتنه وکړه؛ چارواکو هم د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، خلک دې هغه کسان مسوولو ارګانونو ته…
په نيمروز کې سيمهييزې سرچينې وايي، د سوداګرو د ستونزو هواري په موخه دې د افغانستان او ايران پولې ترمنځ يو نوى ترانزيټي سړک جوړ شي. د نيمروز ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي…
له هېواده بهر پر زدهکړو بوخت د پوهنتون استادان د هغوی د معاشونو بندېدو اندېښمن کړي او له حکومته پر دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کوي؛ خو د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره پر یوې تازه کړنلارې کار روان دی.
د کونړ د کرنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د پنځهنیم میلیون افغانيو په لګښت د څلورو زراعتي کانالونو پاکولو او ترمیم چارې پيل شوې. سرچينه وايي چې د یادو…
د بغلان امر بالمعروف ریاست د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د حجاب د ارزښت په اړه جوړه شوې غونډه کې له ښځو د حجاب مراعاتولو غوښتنه وکړه. دغه غونډه نن د بغلان پوهنتون…
کندهار ښاروالۍ په یوه تازه ګام کې د احمدشاهي جادې پاتې پراختیايي چارې چې د ۶۰۳۲ متره مربع سړک جوړول هم په کې شامل دي- پیل کړې. د دې پروژې پيلولو په مراسمو کې د…
د کابل ښار صنعتګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د برېښنا او دایمي ځای له نشتوالي شکایت وکړ او له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره یې اقدام وکړي. د…
د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې ناپېژانده کسانو د مزارشريف د درېيمې حوزې له مربوطاتو د محمديوسف په نوم يو ١٢ کلن ماشوم تښتولى دى.
د کرنې وزارت مسوولین د هېواد په پنځو ولایتونو کې د «لمپيسکن» واکسین د تطبیق او وېش لړۍ د پیلېدو خبر ورکوي او وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مرسته به د راتلونکي کال تر غویي میاشتې پورې په ټول هېواد کې ۳ میلیون ډوزه واکسین تطبیق او ووېشل شي.
د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښت څو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي؛ ځکه دا چاره کولی شي چې افغانستان د پرمختګ پر لور بوځي او خلکو ته یې هیله وبښي.
په خوست کې د ښځينه پانګهوالو لپاره د جوړ شوي سوداګريز مارکېټ يو شمېر هټۍوالې وايي، د مخکې په پرتله يې کاروبار ښه شوی او تر دې دمه له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي.
د بلخ امنیتي مسوولين وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې لس کسان د ميتانول الکول څښلو له امله مسموم شوي وو چې درې تنه يې مړه شوي دي.
اسلامي امارت پر قرغزستان او تاجکستان غږ کوي چې سرحدي ستونزې د مذاکراتو او تفاهم له لاري حل کړي؛ ځکه د نښتو دوام د ټولې سيمې پر امنيت او ثبات منفي اغېز لرلای شي.
د مالیې وزارت وایي چې د اقتصادي کمېسیون له پرېکړې سره سم په ټول هېواد د افغانستان لاس بې اسناده موټرو د ثبت لړۍ پيل شوې او تر شپږو مياشتو به دوام وکړي.