ژبه

د بغلان امر بالمعروف ریاست: ښځې دې حجاب مراعات کړي

پلخمري (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱):  د بغلان امر بالمعروف ریاست د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د حجاب د ارزښت په اړه جوړه شوې غونډه کې له ښځو د حجاب مراعاتولو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه نن د بغلان پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه چې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست غړو او د پوهنتون سلګونه ښځینه محصلینو په کې برخه اخيستې وه.

د بغلان د امر بالمعروف ریاست مرستیال مولوي نجیب‎الله عابد ښځو ته په خطاب کې وویل چې له کلونو راهيسې د دوى موخه په افغانستان کې د ښځو حقونو خوندیتوب و.

هغه وايي چې زرګونو کسانو ځانونه قرباني کړل، افغانستان يې خپلواک کړ څو ښځو ته اسلامي حقوق ورکول شي.

ده له ښځو غوښتنه وکړه چې د حجاب مراعاتولو لپاره دې جدي هلې ځلې وکړي.

دغه راز د بغلان پوهنتون د شريعاتو پوهنځي رييس مولوي عبدالوحد لياقت وويل چې ډېرو کسانو د ښځو د دفاع په نوم د افغان ښځو د بې پردې کولو هڅې وکړې خو بريالي نه شول.

ده وويل چې د ښځو عزت په حجاب کې دى، د بغلان پوهنتون ښځينه محصلينې دې په ټوله معنا حجاب مراعات کړي.

دغه راز د بغلان پوهنتون يوې محصلې ناديه وويل چې اسلام ښځو ته د حجاب حکم کړى ښځې يې بايد مراعات کړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته دا لومړى ځل دى چې د امر بالمعروف رياست په بغلان کې د يوې غونډې پر مهال له ښځو د حجاب مراعاتولو غوښتنه کوي.