د هلمند بست پوهنتون، له مېوو د جوسو جوړولو نندارتون پرانېست
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بُست پوهنتون له خوا خلک داخلي توليداتو مصرفولو ته د هڅونې په موخه له مېوو د جوسو جوړولو نندارتون پرانېستل شو.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې بُست پوهنتون له خوا خلک داخلي توليداتو مصرفولو ته د هڅونې په موخه له مېوو د جوسو جوړولو نندارتون پرانېستل شو.
د لوګر په خروار ولسوالي کې د یوسفزي قوم اړوند دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني- چې په کې له دواړو لورو ۹ کسان وژل شوي دي- د قومي مشرانو په منځګړتوب پای ته ورسول شوه.
د فارياب ولايت د لولاش ولسوالۍ په «لفرايي» سيمه کې شاوخوا درې زره کورنۍ له څو کلونو راهيسې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او هره ورځ د څو کیلومتره سختو لارو په وهلو سره د خرو په وسیله د اړتیا وړ اوبه برابروي.
په کندوز ولایت کې یوه خیریه بنسټ له اړمنو سره د مرستې په موخه سلګونه کسانو ته د وړیا درملنې زمینه برابره کړې ده. د دغه خیریه بنسټ مسوولین وايي، د دغه پروګرام له…
په تخار ولایت کې ځیني د شهیدانو وارثین او معلولین د مسوولینو له خوا د دوی د معاشاتو ورکړې غوښتنو ته د رسېدنې برخه کې، د کار له ټکني بهیره شکایت لري.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د تېرې اونۍ په اوږدو کې په دغه ولایت کې د دوو انسان تښتوونکو په ګډون ۲۴ غله نیول شوي دي .
د افغانستان د ازادو سیالیو (فري فایټ) لوبغاړي جاوېد بشارت د وروستۍ اتلولۍ مبارزې سازمان (یواېفسي) په درې پړاو سيالۍ کې، خپل امریکايي سیال توني ګرویلي مات کړ. د راپورونو له مخې، بشارت تېره شپه…
د هلمند مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د بغرا کانال وچېدو له امله د دوی کښتونه وچ شوي او د خړوبولو لپاره یې اوبه نه لري.
د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولۍ مقدماتي سیالیو په ډلهییز پړاو کې خپله درېیمه لوبه نن د فليپين پر وړاندې ترسره کوي.
د لغمان د ترافيکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
په اتريش کې د ويانا د غونډې ګډونوالو د دې ترڅنګ چې وايي د سياسي خبرو اترو له لارې د هېواد د ستونزو د حل په لټه کې دي، له افغانانو سره د نړۍ د مرستو د عادلانه وېش لپاره د څارنې د يوه ميکانيزم د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي.
په کندهار کې نن د کندهار ښار او ولسوالیو د ۴۰ کرکټ کلبونو تر منځ د انټرکلیب سیالۍ پيل شوې.
د بدخشان سیمهییز مسوولین، د کم عمره ماشومانو له خوا د سختو کارونو پیلولو ته اندېښمن دي او وايي، د دغه ولایت له مرکز او څلورو ولسوالیو څخه د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۷۷۰۰ ماشومانو دغه ډول کارونو ته مخه کړې ده.
د غزني چارواکي وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې او د هغې د څلورو ماشومانو قاتلین يې نيولي دي. د زنخان ولسوال مولوي حمدالله، پژواک خبري اژانس ته وویل چې…
تېره اونۍ، ځینو سرچینو یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او د افغان فنډ صندوق ته د افغانستان د ۳.۵ میلیارډ دالره پانګې لېږد، د شانګهای او ویانا ناستو او پنجشیر…
د کونړ روغتيا ریاست وايي، تازه د دغه ولایت په پېچ دره ولسوالۍ کې وړمه ورځ د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست د کتلوي معافیت عمومي…
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیوایفپي) مشر نن نورستان ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي سره یې د خلکو پر ستونزو او اړتیاوو خبرې وکړې. د دغه سازمان مشر جوناسټ…
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پرون د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په «قول پلنګ» سیمه کې یوه کس خپله مېرمن په چاړه وهلې او وژلې ده.
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ دوو ځوانانو، له ښاره کلي ته د کتاب لوستنې فرهنګ لېږد او د خلکو د پوهې کچې لوړولو په موخه، زرګونه ټوکه کتابونه راټول کړي او په دغې ولسوالۍ کې یې یو عامه کتابتون جوړ کړی دی.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو یو شمېر کروندګر او بڼوال وايي، سوداګر دې کرنیز محصولات د کلدارو پر ځای پر افغانیو ورڅخه وپېري او له هغو کسانو سره دې قانوني چلند شي چې پر کلدارو راکړه ورکړه کوي.
د کابل – غزني لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د ترمیم چارې نن د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د یوه خصوصي شرکت له خوا پيل شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت او د خوست ځايي مسوولينو له خوا نن د دغه ولايت د شيخ زايد پوهنتون استادانو او اداري کارکونکو لپاره د يوه ښارګوټي د جوړېدو کار پيل شو.
د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د اوبو دوې شبکې جوړې او سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخهمنې شوې. د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي حکمتالله رهبر پژواک خبري اژانس…
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ۸۲۰ نارینه او ۱۸۰ ښځې د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارل شوي دي.