ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې سلګونه کسان د خوراکي توکو بدل کې پر کار ګومارل شوي

اروزګان کې سلګونه کسان د خوراکي توکو بدل کې پر کار ګومارل شوي

author avatar
17 Sep 2022 - 16:15
اروزګان کې سلګونه کسان د خوراکي توکو بدل کې پر کار ګومارل شوي
author avatar
17 Sep 2022 - 16:15

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ۸۲۰ نارینه او ۱۸۰ ښځې د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارل شوي دي.

چارواکي وايي، د دغې ولسوالۍ ۸۲۰ نارینه‌وو د خپلې سیمې د ویالو، کانالونو او لارو پاکولو او ۱۸۰ ښځو ته د چرګوړو ایستلو په بدل کې د ۹ میاشتو لپاره خوراکي توکي ورکول کېږي.

د اروزګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس محمدغني بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ۸۲۰ بې‌وزلي او اړ نارینه د خپلې سیمې د ویالو، کانالونو او لارو پاکولو پر کار ګومارل شوي چې په بدل کې به یې هره میاشت ورته خوراکي توکي ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه‌راز د دغې ولسوالۍ ۱۸۰ بې‌وزلو ښځو ته به د چرګوړو ایستلو او د هغو د روزلو په برخه کې روزنه ورکول کېږي چې دوی ته به هم د دغه کار په بدل کې هره میاشت خوراکي توکي ورکول کېږي.

دی وايي، دغه دواړې پروژې د کندهار د کډوالو موسسې/ KRO په مالي لګښت پلې کېږي.

په اروزګان کې د یادې شوې موسسې ولایتي مسوول محب‌الله زاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر ۸۲۰ نارینه او ۱۸۰ ښځو د نهو میاشتو لپاره د کار په بدل کې خوراکي توکي وېشي.

دی هم وايي چې نارینه به د خپلې سیمې ویالې، کانالونه او لارې پاکوي او ښځې به په کورونو کې د چرګوړو تولید روزنه تر لاسه کوي او وروسته به اړوند وسایل هم ورکول کېږي.

د ده په خبره، هرې کورنۍ ته به د میاشتې ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۲ کیلوګرامه دال، ۱۰ لېټره غوړي او ۱ کیلوګرام مالګه ورکول کېږي.

د خاص اروزګان اوسېدونکي دوی ته د کاري زمینې پر برابرولو خوښ دي او د دغې لړۍ د دوام غوښتنه کوي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شمس‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې د خپلې سیمې د ویالو، کانالونو او لارو پاکولو په بدل کې خوراکي توکي ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه، دا لړۍ دې دوامداره شي او د خاص اروزګان ترڅنګ دې په نورو ولسوالیو کې هم پیل شي.

له دې مخکې په اروزګان کې افغان پرمختیايي موسسې/ ADA هم خلکو ته د کار په بدل کې مرستې وېشلې.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.