Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ پنجشېر کې د لسګونو کسانو د وژلو پر ادعا سربېره، هېواد کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): تېره اونۍ، ځینو سرچینو یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ او د افغان فنډ صندوق ته د افغانستان د ۳.۵ میلیارډ دالره پانګې لېږد، د شانګهای او ویانا ناستو او پنجشیر کې د درنې مرګ ژوبلې اوښتل، د خبرونو سرټکي جوړول.

  • امریکا: د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۳.۵ میلیارد ډالره سویس کې نوي جوړ شوي «افغان فنډ صندوق» ته سپارو.
  • د افغانستان بانک: دا پرېکړه د منلو نه ده او باید په اړه یې له سره غور وشي.
  • شنونکي د «سویس صندوق» ته د افغانستان د شتمنيو د لیږد پرېکړه ستونزې راولاړوونکې ده.
  • شانګهای سازمان: په خپلواک او له «ترهګرۍ» پاک افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ شي.
  • یو شمېر افغانانو ویانا کې د احمدمسعود او ځینو سیاستوالو د ګډې ناستې پر ضد او ځینو یې په ملاتړ لاریونونه وکړل.
  • ځینې چارواکو هم د نجونو تر شپږم ټولګي د پورته ښوونځیو غوښتنه وکړه.
  • ملګرو ملتونو وویل، افغان امنیتي کسانو یې درې ښځینه کارکوونکې موقتاً توقیف کړي، خو حکومت دا څرګندونې رد کړې.
  • یوناما: پنجشېر او نورو ځایونو کې له «بشري حقونو د جدي سرغړونو» وروستۍ ادعاوې اندېښمنوونکې دي.
  • ملي دفاع وزارت: د هغو وېډیوګانو په اړه جدي پلټنې کیږي چې ګواکي پنجشیر کې جنګي اسیران وژل شوي دي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ پنجشېر کې لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې د ادعا ترڅنګ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

تېره اونۍ، د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد وویل، د پنجشېر په درېيو ولسوالیو کې تصفيوي عمليات شوي چې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۴۰ تنه د حکومت وسله وال مخالفین په کې وژل شوي دي.

خو د «مقاومت جبهې» په نوم د وسله‌والو مخالفينو وياند صبغت الله احمدي، پنجشېر کې د دغې جبهې د ۱۱ تنو وژل کېدل او د څلورو تنو ټپي کېدل تاييد کړي، ادعا یې وکړه چې په تېرو درېيو ورځو کې په پنجشېر کې د اسلامي امارت ۷۱ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د چادونې له امله درې ملکي وکړي ټپيان شوي او دغه ښار کې د ملي دفاع وزارت په پوهنتون کې يوه چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله راوغورځېده چې د دوو پېلوټانو په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو په تخار کې يوه مېرمن، په غور کې يو قومي مشر او په غزني کې یوه مور او څلور ماشومان یې په مرموز ډول وژلي دي.

دغه راز په هلمند کې د لاسي بم د چاودنې له امله یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي شوی. چارواکي وایي چې په غزني ښار کې يوه ښځه د يوه امنيتي کس په خطايي ډز لګېدلې او ټپي شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې يوه مېړوښه ښځه له يوه کس سره له کوره تښتېدلې چې وروسته امنيتي ځواکونو دواړه کسان نيولي؛ خو د یادې ښځې خاوند پر دواړو ډزې کړې او وژلي يې دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان کنګل شوې پاڼګه

د امریکا متحده ایالتونو د تېر کال په زمري میاشت کې د افغانستان د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته – چې ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو – د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني کنګل کړه.

د راپورونو له مخې، د کنګل شوې شتمنۍ ۷ میلیارد ډالر په امریکا او پاتې نور یې په نورو اروپایي هېوادونو کې دي.

تېره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نامه هغه نوي جوړ شوي صندوق ته سپاري چې د امریکا او سویس استازي او دوه افغان اقتصادپوهان یې غړي دي. د امریکا حکومت ویلي، په دغه صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړۍوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو د افغانستان سرپرست حکومت به ورته مخامخ لاسرسی نه لري.

خو د افغانستان بانک تېره چهارشنبه وویل، په نامرتبطو برخو کې د دغو زېرمو د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر ډول پرېکړه د منلو نه ده او باید په دې اړه له سره غور وشي.

د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي وايي، د یادې کنګل شوې شتمنۍ لپاره د صندوق جوړول او بل هېواد ته یې لېږد «له نړۍوالو مالياتي قوانینو او معیارونو» سره په ټکر کې دی، د افغانیو ارزښت کموي او د افغانستان بانکي او سوداګریزې چارې نورې هم ستونزمنوي.

د شانګهای سازمان ناسته

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې رامنځته شوی، روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، پاکستان او هندوستان یې رسمي غړي دي. افغانستان، بیلاروس، ایران او منګولیا په دغه سازمان کې د ناظر دریځ لري او اذربایجان، ارمنستان، کمبوډیا، ترکیه او سریلانکا یې همکاران دي.

تېره اونۍ، د ازبکستان په سمرقند ښار کې د دغه سازمان غړو هېوادونو ناسته وکړه، خو افغانستان ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د راپورونو له مخې، د دغې ناستې په اعلامیه کې له یوه خپلواک، بې پلوه، دیموکرات، له هر ډول ترهګرۍ او نشه یي توکو پاک سوله یېز افغانستان ملاتړ شوی، افغانستان کې یې د ټولګډونه حکومت جوړښت غوښتی، افغانانو سره یې بشري مرستو ملاتړ کړی او په کې راغلي، د دې  لپاره چې د شانګهای د غړو هېوادونو په سیمو کې امنیت او ثبات رامنځته شي، د افغانستان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشی.

د ویانا ناسته

تېره اونۍ احمد مسعود او د افغانستان یو شمېر نورو سیاسي څېرو او د تېر حکومت چارواکو د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د یوه خصوصي انسټیټیوټ په بلنه غونډه وکړه.

ویانا کې یو شمېر افغانانو د دغې غونډې پر ضد او ځینو یې په ملاتړ لاریونونه وکړل.

د راپورونو له مخې، د«مقاومت جبهې» مشراحمد مسعود غونډې په پای کې خبریالانو ته ویلی، افغانستان داسې یو حکومت ته اړتیا لري چې مشروعیت یې له خپلو خلکو ترلاسه کړی وي.

د نجونو زده کړې

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر اروزګان ته د سفر پر مهال وویل، د لرو سیمو اوسېدونکي ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره رضایت نه لري او نه غواړي چې پېغلې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.

د پژواک د راپور له مخې، ځیني اوسنيو چارواکو او شنونکو د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي د پورته ښوونځیو پرانیستې غوښتنه وکړه. ځینو یې ویل چې په دې برخه کې ځنډ د اسلامي امارت لپاره «مصلحت» نه دی او دغه مسئله دې ژر حل شي.

دغه راز، د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو په اړه د طلوع نیوز په انلاین سروې کې ۸۹۹۷ خلکو د نجونو د یادو ښوونځیو د بیا پرانېستلو غوښتنه کړې، ۴۵۲ تنو ورسره مخالفت کړی او ۳۷۱ نورو نظر نه دی ورکړی.

تېره اونۍ يو شمېر نجونو هرات کې هم د يوې ناستې پر مهال له حکومته وغوښتل چې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي.

د توقیف او وژنو ادعاوې

تېره اونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وویل، د دوی درې افغان ښځينه کارکوونکې د امنیتي کسانو له خوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې دي، خو د افغانستان سرپرست حکومت دا څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځينه کارکوونکې نه ځورول شوې او نه هم توقیف شوې ده.

دغه راز، په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنیټ ویلي چې د سرپرست حکومت تر واک لاندې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی دی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه څرګندونې رد کړې، دا راپور یې «مغرضانه او له واقعیتونو لرې» وباله.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت، په ټولنيزو شبکو کې د هغو وېډیوګانو له خپرېدو وروسته چې ګواکې د سرپرست حکومت ځواکونو په پنجشېر کې جنګي اسیران وژلي، وویل چې که دا وېډيوګانې نوې او د پنجشېر اړوند وي، عاملان به يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) هم په پنجشېر او نورو ځایونو کې له «بشري حقونو د جدي سرغړونو» وروستیو ادعاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: «وضعیت څاري او غواړي چې د هر جنایت عاملان عدالت ته راکش کړل شي.»

د بشري مرستو دوام

د راپورونو له مخې، د نړۍوالو بشري مرستو د لړۍ د یوې برخې په توګه د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بله نغدي بسته کابل ته راورسېده. په تېرو ۱۲ مياشتو کې له افغانستان سره د دغه ډول مرستو کچه سلګونه میليون ډالرو ته رسېدلې ده.

دغه راز، یونیسف وايي، بريتانيا په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو د بېړني ملاتړ په موخه د ۲۴ میلیون پونډه مرسته کړې ده.

شپږو هېوادونو ته د ډیپلوماتان استول

تېره اونۍ د افغانستان د سرپرست حکومت وویل چې چين، روسيې، ترکمنستان، ايران، پاکستان او ترکيې ته يې نوي ډیپلوماتان استولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.