منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت، خپل امريکايي سیال مات کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د ازادو سیالیو (فري فایټ) لوبغاړي جاوېد بشارت د وروستۍ اتلولۍ مبارزې سازمان (یو‌اېف‌سي) په درې پړاو سيالۍ کې، خپل امریکايي سیال توني ګرویلي مات کړ.

د راپورونو له مخې، بشارت تېره شپه دغه بریا ترلاسه کړه.

دا د وروستۍ اتلولۍ مبارزې سازمان (یو‌اېف‌سي) کې د بشارت دويمه لوبه ده چې ګټي یې.

دا په داسې حال کې ده چې د جاوېد بشارت ورور، فرید بشارت هم څو ورځې مخکې خپل برازیلي سیال (الان بیګوسو) مات کړ او د اتلولۍ د مبارزې نړۍوال سازمان (UFC) ته يې لار ومونده.

فرید بشارت څلورم افغان ورزشکار دی چې د یاد سازمان تړون يې ترلاسه کړ.

د یادونې ده، «یو‌اېف‌سي» د نړۍ په کچه د ازادو سیالیو ستر سازمان دی چې خپلې سیالۍ په ۱۲ مختلفو وزنونو او د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې