Language

حکومت: د کابل هوايي ډګر پر امنيت ساتنه له هيڅ هېواد سره هوکړه نه ده شوې

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ١٤٠٠): حکومتي مسوولينو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د کابل هوايي ډګر د امنيت ټينګښت په اړه له ترکيې او قطر هېوادونو سره هوکړه شوې ده.

دوه ورځې مخکې رويټرز خبري اژانس د يوه ترکي ډيپلومات له قوله ليکلي وو چې ترکيه او قطر هېوادونه د افغانستان له حکومت سره د کابل هوايي ډګر مديريت او امنيت ساتنې په برخو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت د کابل هوايي ډګر د امنيت او مديريت په برخو کې له هيڅ کوم هېواد سره هوکړې ته نه دى رسېدلى.

مجاهد زياتوي، هر وخت چې په دې برخه کې کومه هوکړه وشوه، جزئيات به يې له خلکو سره شريک شي.

هغه وايي، د حکومت اړوندې ادارې هلې ځلې کوي څو د کابل په ګډون د ټولو هوايي ډګرونو چارې معياري کړي څو د نړيوالو پروازونو لپاره زمينه برابره شي.

د يادونې ده، د پخواني حکومت له سقوط وروسته د کابل هوايي ډګر ترڅنګ د هېواد له نورو هوايي ډګرونو هم تر اوسه په نورماله توګه د پروازونو لړۍ نه ده پيل شوې.