منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۴۲۹ کسان په کرونا اخته شوي دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ١٤٠٠): د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲۹ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څلورو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۲۰۰۸ کسانو د کرونا ټسټونه اخیستل شوي چې له دې ډلې د ۲۴۹ کسانو پایلې مثبتې پېژندل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې ۱۹۵ کسان په کابل، ۹۹ په ننګرهار، ۳۸ په وردګو، ۲۰ په کندهار، ۱۹په کونړ، ۱۵-۱۵ په لغمان او پنجشېر، ۱۰ په پروان، ۷ په هلمند، ۶ په خوست او ۵ کسان بلخ ولایت کې په یاده ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۴ کرونایي ناروغان بېرته رغېدلي دي.

د هژیر په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ناروغۍ اخته څلور کسان مړه شوي دي.

عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له پیله تر اوسه د شاوخوا ۸۴۰ زره کسانو ټسټونه اخسیتل شوي چې له دې ډلې ۱۶۰ زره پېښې مثبتې پېژندل شوې دي.

د هغه په خبره، تر دې دمه په هېواد کې د کرونا ویروس له امله نږدې اته زره کسان مړه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا