ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” یرغلګر دې په افغانستان کې له خپلو ماتو پند واخلي”

” یرغلګر دې په افغانستان کې له خپلو ماتو پند واخلي”

author avatar
15 Feb 2022 - 14:16
” یرغلګر دې په افغانستان کې له خپلو ماتو پند واخلي”
author avatar
15 Feb 2022 - 14:16

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۰): افغان حکومت وايي، یرغلګر هېوادونه بايد د څه باندې سلو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې له خپلو پرله پسې ماتو پند واخلي او نور دې له افغان ملت سره د دښمنۍ او کينې لار نه نيسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې (١٣٦٨ کال د سلواغې ۲۶مه) کاليزې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د هېوادونو ازادي او هويت د هغوی په مېړانه پورې اړه لري او افغانان دا وياړ لري چې په تېرو څه باندې سلو کلونو کې يې درې ځله یرغلګرو ته ماتې ورکړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:"رښتیا هم چې د هېوادونو ازادي او هویت د هغوی په همت او شهکاریو پورې اړه لري چې الحمدلله په تېرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې مثبت امتحان ورکړی او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي يې ګټلې او ساتلې ده."

سرچینې دغه راز ليکلي چې اوس هېواد په درېيم ځل تازه له «اشغال» څخه ازاد شوی او زياتوي چې په افغانانو کې د ازادۍ غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او ژمنه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.