منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د امریکا حکومت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۸۶ کتنې · تازه شوی

کابل(پژواک, ۲۸سلواغه۱۴۰۰): د امریکا حکومت په واشنګټن کې دافغانستان سفارت له مسوولینو غوښتي چې نور دې یاد سفارت وتړي.

په امریکا کې د افغانستان سفارت یوې باوري سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط د سلواغې په ۲۸مه پژواک خبري اژانش ته وویل چې د امریکا حکومت په رسمي توګه په واشنګټن کې د افغانستان له سفیرې عادلې راز څخه غوښتي چې نور دې سفارت وتړي.

سرچینه وایي چې دغه راز سفیرې ته دا هم ویل شوي که هغه غواړي یوازې خپله له سفارت پرته له کور څخه کار کولی شي او دوی چمتو دي چې لګښت یې ورکړي, خو د سرچینې په خبره چې سفیرې عادلې راز په یواځې ځان او هغه هم له کوره کار کول نه دي منلي او دا یې غوره ګڼلې چې د سفیرې توګه له دندې استعفی وکړي.

سرچینه وایي چې سفیرې عادلې راز د امریکا له حکومته غوښتي چې پر سفارت دې د افغانستان بیرغ پرخپل ځای پریږدي چې دا غوښتنه یې منل شوې خو بله غوښتنه یې چې په امریکا کې دې د مېشتو افغانانو د کارونو د خلاصون په موخه یوه کونسلګري پرانیستې پرېښودل شي, نه ده منل شوې.

سرچینه وایي چې د سفارت او کارمندانو اکونټونه یې مخکې تړل شوي او دوی د برېښنا, اوبو او ځینو نورو لګښتونو پوروړي دي او که د امریکا حکومت یې حسابونه نه خلاصوي نو باید ددغو لګښتونو د ورکړې په موخه نغدې پیسې ور کړي ترڅو د سفارت پورونه خلاص کړي.

پژواک ددغې موضوع په اړه د امریکا د حکومت او د افغانستان سفارت ترمنځ هغه متنونه هم ترلاسه کړي چې د دواړو اړخونو ترمنځ تبادله شوي دي.

دا په داسې حال ده چې له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د ګومارنې په اړه هم ناندرۍ راپورته شوي او هلته د افغانستان څوکۍ په لانجمنه موضوع بدله شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست