ښرنه (پژواک، ۱ کب ۱۴۰۰): چارواکي وايي، د پکتیکا په یحیی خېل ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او وروسته تښتېدلی و چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
د یحیی خېل ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ د ملا باغ کلي یوه اوسېدونکي محمد ابراهیم تېره ورځ خپله مېرمن د کلاشینکوف پر ډزو وژلې ده.
هغه زیاته کړه، نوموړی له پېښې وروسته تښتېدلی و چې د امنیتي ځواکونو له خوا نن د ځانګړو عملیاتو په لړ کې ونیول شو.
دی وايي، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او پلټنې ترې پیل شوې دي.
د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد امین حذیفه هم پېښه تاییدوي خو وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس ولې خپله مېرمن وژلې ده.
ده پژواک ته وویل، مجرم نیول شوی او د لا ډېرو پلټنو لپاره قضايي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
  . . .










