کندهار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې د تېرې ورځې په پېښه کې د وژل شوې مېرمنې زوی وايي، د خپلې مور قاتل نه بښي، یا دې دوی ته وسپارل شي او یا دې د اعدام سزا ورکړل شي.
نوموړي چې نن (د کب لومړۍ نېټه) یې د خپلې کورنیو له نورو غړو سره یو ځای د خپلې مور مړی د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړی و، د امنیتي کسانو له خوا د غږ پورته کولو او له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه ورنه کړل شوه.
د وژل شوې مېرمنې زوی جانان پژواک خبري اژانس ته وویل، په کورنۍ کې یې د واده مراسم نږدې وو، تېره ورځ یې مور او د هغې دوې نګندې بازار ته د سودا لپاره تللې وې چې کور ته د بېرته راتلو پر مهال یوه امنیتي کس پر هغوی ډزې کړې، د ده مور یې وژلې او د ده دوه وريندارګانې یې ټپيانې کړې دي.
هغه زیاته کړه: ((مور او دوې وريندارګانې مې له بازاره کور ته راتلې، ریکشا چلوونکي ته یې ویلي چې د لمانځه راباندې ناوخته کېږي، پر یوه لنډه لار مو کور ته ورسوه، کله چې ریکشا چلوونکی پر یو طرفه سړک روان شوی، یوه طالب ورته ویلي چې پر دې لار مه ځه! خو هغه ورته ویلي چې پر ښځو ناوخته دی او روان شوی دی، خو طالب راغلی زما مور یې پر سر ویشتلې او زما وريندارګانې یې یوه په لاس او بله په پښه کې ویشتلې دي.))
login or register a new account.