کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): په سويس کې د ‘کرېډټ سویس بانک’ د حسابونو په هکله په افشا شوي یو څېړنیز راپور کې ویل شوي چې د شوروي اتحاد پر ضد افغان جهاد کې ښکېل پاکستانی جنرال له امریکا میلیونونه ډالر غلا کړي وو.
د بي بي سي پښتو د راپور له مخې، یاد بانک د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د هغو کسانو شتمنۍ پټې ساتلې وې، چې په فساد، د پیسو سپينولو او د نشه یي توکو قاچاق کې ښکېل وو. په دې نومونو کې د پاکستان د یوه پخواني پوځي جنرال اختر عبدالرحمان او زامنو نومونه هم شته دي.
د راپور له مخې جنرال اختر د شوروي اتحاد پر ضد د ‘افغان جهاد’ کلونو کې له امریکا ميليونونه ډالره غلا کړي او په دې بانک کې يې ايښي وو.
جنرال اختر عبدالرحمن د پاکستان د پوځي استخباراتي شبکې ای ایس ای پخوانی مشر و او د پاکستان د پخواني پوځي امر ولسمشر جنرال ضیاالحق نږدې ملګری بلل کېده.
جنرال اختر عبدالرحمان له ۱۹۷۹م عیسوي کاله بیا تر ۱۹۸۷م پورې د ای ایس ای مشر و، چې په دې موده کې پاکستان د امریکا او نورو هیوادونو په مالي مرسته په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد له افغان مجاهدینو سره مرسته کوله.
د سویس راز په دې څېړنیز راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې د افغان جهاد لپاره د امریکا او سعودي عربستان مالي مرستې د سویس په دې بانک کې جمع کېدې.
سرچینې زیاته کړې، وروسته بیا له همدې حسابه د ای ایس ای مشر جنرال اختر عبدالرحمان ته لېږل کېدې، چې نوموړي به بیا په همدې پیسو افغان مجاهدینو ته وسلې اخیستې، هغوی به يې روزل او د تګ راتګ لپاره به يې ورته زمینه برابروله.
دغه راپور زیاتوي، همدا هغه وخت و، چې د جنرال اختر عبدالرحمن د درې زامنو اکبر، غازي او هارون په ګډو نومونو یو اکاونټ پرانیستل شو، چې په ۲۰۰۳ عیسوي کال کې په دې اکاونټ کې درې اعشاریه اووه ملیونه ډالره وو.
د دې راپور له مخې د لومړي اکاونټ تر جوړېدو شپږ میاشتې وروسته د جنرال اختر عبدالرحمان د زوی اکبر په نامه یو بل اکاونټ خلاص شو، چې تر ۲۰۱۰م عیسوي کال پورې په دې اکاونټ کې بیا نهه اعشاریه دوه ملیونه ډالره وو.
د سویز راز هغه څېړنیز راپور چې د نړۍ دریو معتبرو ورځپاڼو چمتو کړی، پکښې د سويس د ‘کرېډټ سویس بانک’ د اتلس زره بانکي حسابونو مالومات په ډاګه شوي، چې پکښې د پاکستان، مصر، عراق، یمن او یو شمېر نورو استخباراتي شبکو د مشرانو نومونه دي.
په دې راپور کې ویل شوي د استخباراتي شبکو دغه مشران په ښکاره د امریکا ملګري وو، خو په پټه يې په ملیاردونو ډالره په خپلو او د کورنۍ د غړیو په نومونو دې بانک کې پټ ساتلي وو.
یاده دې وي چې پخپله د ‘کرېډېټ سویس بانک’ دا رپوټ رد کړی او وایي، د ناسمو او نیمګړو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د جنرال اختر عبدالرحمن تر اوسه ددې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.