ژبه

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د يوه ځوان جسد پيدا شوی

جلال اباد (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له سيند څخه د يوه ځوان جسد پيدا شوی دی.

د نبي الله په نوم يو ځایي اوسېدونکي وويل چې جسد تېره شپه پيدا شوی او په بدن يې د وهلو ټکولو نښې هم ليدل کېږي.

دی وايي، څرګنده نه ده چې ياد کس چېرته، په څه ډول او د چا له خوا وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي هم دغه پېښه پژواک ته تاييد کړې او وايي جسد يې کورنۍ ته تسليم شوی دی.

هغه زياته کړه، جسد روغتون ته تر انتقال وروسته خپلوانو ته يې سپارل شوی او وژل شوی ځوان اصلاُ د کابل اوسېدونکی و.

دی وايي، په دې تړاو پلټنې روانې دي.