منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مالیزیا له افغانستان سره بشري مرسته او د زده کړو په برخه کې همکاري کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى سلاکار وایي چې هېواد يې له افغانستان سره د روغتیا، بشري مرستو او زده کړو په برخو کې همکاري کوي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي سلاکار ډاکتر داتو احمد عزام نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې هېواد یې د زده کړو، روغتیا او بشري مرستو په برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.

نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه وویل، پر دې کار کوي چې څنګه له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي او دواړه هېوادونه یو له بل سره صادرات او واردات پيل کړي.

عزام زياتوي چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې یې له يو شمېر چارواکو سره ليدلي چې په اړه به يې خپلو مشرانو ته راپور ورکړي.

هغه وویل چې دغه راپور کېدای شي د افغانستان او مالیزیا سیاسي اړيکو په برخه کې مهم تمام شي.

د مالیزیا هېواد ځانګړي سلاکار وویل چې په افغانستان کې اوس امنیت ښه شوى، یوازې اقتصادي ستونزې شته چې په دې برخه کې به مالیزیا له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زما دنده په افغانستان کې د بشري مرستو رسول او د دواړو حکومتو تر منځ د اړیکو غځول دي او د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د بهرنیو چارو په وزارت پورې اړه لري.))

عزام له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي؛ ځکه دا د ټولو افغانانو حق دی.

د یادونې ده، د افغانستان لپاره د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو ځانګړی سلاکار د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه کابل ته راغلی او له یو شمېر حکومتي چارواکو سره یې ليدلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه