ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په یو شمیر وزارتونو، قول اردو ګانو او ولایتونو کې نوې ټاکنې وشوې

په یو شمیر وزارتونو، قول اردو ګانو او ولایتونو کې نوې ټاکنې وشوې

author avatar
4 Mar 2022 - 02:45
په یو شمیر وزارتونو، قول اردو ګانو او ولایتونو کې نوې ټاکنې وشوې
author avatar
4 Mar 2022 - 02:45

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰) : سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوي سرپرست ترڅنګ په یو شمیر وزارتونو، ولایتونو او قول اردو ګانو کې نوې ټاکنې کړې دي.

د سرپرست حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امیرالمومنین مولوي هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې، څارنوال عبدالولي د کار او ټولنیزو چارو وزارت دسرپرست ، مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ددغه وزارت د مرستیال، مولوي دین محمد حقبین د مالي او اداري مرستیال، قاري صلاح الدین ایوبي د کلیو پراختیا وزارت د مرستیال په توګه، مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کولتور وزارت د مرستیال په توګه، ملا سعدالدین اخند د ګرځندوی معین په توګه ، مولوي احمد طه د سرحداتو وزارت د تفتیش د مرستیال په توګه، حافظ محمد امین د ښارجوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه، مولوي عبدالرحمن حقاني د سرحدونو او قبایلو وزارت د مسلکي مرستیال په توګه، شیخ سید رسول د پلټنې عالي ادارې د مشر په توګه، حافظ مولوي حسیب الله حامد د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه او مولوي عطاوالله عمري د ملي دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوجستیک د مرستیال په توګه مقرر شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز مولوی محمد قاسم فرید د ملي دفاع وزارت د  پلان او پالیسۍ د مرستیال په توګه،  مولوي عبدالعلی جهادیار د دملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د مرستیال په توګه، حاجي مالې خان د ملي دفاع وزارت د مسلحو قواوو د لوی درستیز د مرستیال په توګه، امیرخان حقاني د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه، ملا عبدالمنان اخند د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه، ملا باري ګل اخند د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه،  ملا عبدالرزاق اخند د ۲۰۷ الفاروق قول اردود رئيس ارکان په توګه،  مولوي حزب الله د ۲۰۳ قول اردو د رئیس ارکان په توګه، مولوی ګل محمد د جوزجان ولایت د والي د مرستیال په توګه، مفتي شاولي د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د مدني دیوان د مفتي په توګه، مولوي غلام حضرت د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست  د نظامي منسوبینو د دیوان د رئيس په توګه، مولوي سخیداد د ارزګان  ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه ، مولوي عبدالمنان قانع د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د تفتیش د رئيس په توګه، قاضي محمد صادق د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست د تعلیماتو د استاد په توګه ، شیخ مولوي عبدالرحیم د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه او مولوي عبدالودود د زابل ولایت د مرافعه محکمې د جزاء د دیوان د رئيس په توګه مقرر شوي دي.

Visits: 2007

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.