منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د یوه امنیتي کس پر ډزو لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۲ کتنې

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار څلورمې حوزه اړوند بره کي څلورلاره کې د شخصي لانجې له امله د یو امنیتي کس په ډزو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند په بره کي څلورلاره کې یوه امنیتي کس له یو چا سره شخصي لانجه کړې وه.

ده وویل چې دغه کس خپل نور ملګري هم راغوښتي وو او وروسته ډزې شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي دي.

دی وایي چې په دې تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

یوه عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل چې په یاده سیمه کې امنیتي کسانو ډزې وکړې چې له امله یې درې کسان ووژل شول او یو بل ټپي دی.

هغه چې پېښې ته نږدې له ګلوبل روغتونه یې له پژواک سره اړیکه نیولې وه، زیاته کړه چې وژل شوي او ټپي کس دغه روغتون ور وړل شوي دي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.