Language

په کندهار کې کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پيل شوه

کندهار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په کندهار کې کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پیل شوه چې په لومړي ګام کې به پر ۲۰۰ کروندګرو دغه تخم ووېشل شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم چې کندهار ته یې د کرنې اړوند چارو د لیدنې په موخه سفر کړی، د اصلاح شوي تخم د وېش دا لړۍ پيل کړه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو رییس مولوي مصباح الدین مستعین پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کروندګر ته به پنځه- پنځه بوجۍ د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شي.

دی وایي، دغه اصلاح شوی تخم د کرنې وزارت اړوند د کرنې او مالدارۍ د ځنځيريي پروژې له لارې پر بزګرو وېشل کیږي.

login or register a new account.