کندهار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې دوه کسان چې پاکستان ته یې وسلې قاچاقولې، نیول شوي دي.
د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان تېره شپه ناوخته د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د شېرو اوبو په نوم سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې هغه مهال ونیول شول چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې.
هغه زیاته کړه: ((تېره شپه ناوخته شپږو تنو په یوه موټر کې پاکستان ته وسلې قاچاق کولې چې د سرحدي ځواکونو له خوا پېژندل شوي او د درېدو امر ورته شوی خو چلوونکي د تېښتې هڅه کړې ده.
دی وایي، سرحدي ځواکونو موټر تقعیب کړی کله چې د یو غره ډډې ته رسېدلي، څلور تنه یې تښتېدلي او دوه (خدای رحیم او خان جان) نیول شوي دي.
د ده په خبره، له نیول شوو پلټنې پيل شوې او د تښتېدلو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.
پر همدې مهال د سپین بولدک د ټولي قرارګاه مسوول حقاني پژواک اژانس ته وویل، په نیول شوو وسلو کې ۴ امریکايي ثقیل ماشیندار، ۲ کارمولي توپک، ۳زره مرمۍ، یو د ثقیل ماشیندار او دوه د کارمولي توپک میلان شامل دي.
دی زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغو کسانو دا وسلې له کوم ځایه راوړې وې.
په سپین بولدک کې دغه کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې په وار وار پاکستان ته د وسلو د قاچاق خبرونه خپاره شوي او په بېلابېلو وختونو کې څو کسان له وسلو سره یو ځای نیول شوي هم دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









