کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو شارژدافیر په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) ماموریت د غځېدو هرکلی کړی دی.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک منظور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید شو.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو سفارت شارژدافیر ایان مککري پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «زه د امنیت شورا د نوي فرمان د تصویب هرکلی کوم؛ امنیت شورا تېره ورځ یو مهم ګام پورته کړ، په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د کار د اهمیت پر دوام باندې ټینګار وکړ؛ ځکه دغه هېواد اوس مهال له یو مهم جریانه د تېرېدو په حال کې دی.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدارنګه له افغانستان سره په داسې حال کې د خپلو سیاسي اړیکو ساتلو لپاره رایه ورکړه چې طالبان څه باندې ۶ میاشتې کېږي واک ته رسېدلي خو تر اوسه هيڅ یو هېواد یا سازمان پر رسمیت نه دي پېژندلي.
د پژواک د یو بل خبر له مخې چې د امنیت شورا دې پرېکړې ته ۱۴ مثبتې رایې کارول شوې خو یواځې روسیې له دې پرېکړې سره مخالف کړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










