ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي

تخار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي

author avatar
18 Mar 2022 - 10:47
تخار کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي
author avatar
18 Mar 2022 - 10:47

تالقان (پژواک، ٢٧ کب ١٤٠٠): سيمه ييزې سرچينې وايي چې په تخار ولايت کې يو زوم د خپل خسر او يو بل ځوان د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې يوې سرچينې د کب په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالرحيم غوښتل چې د خپلې کوژدنې د ليدو لپاره د خسر کره ولاړ شي چې د خسر له لوري پرې ډزې شوې او وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((خسر يې فکر کړى چې کوم غل یې کور ته وراوښتی، نو په چره يي ټوپک يې پرې ډزې کړې او خپل زوم يې وژلى دى.))

په ورته وخت کې د تخار امنيي قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې په تور يې يو کس نيول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.