منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:51 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

غني: له ملي مشروعیت پرته سیمه ییز او نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کېدای

· 5 دقیقې لوستل · 258 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له ملي مشروعیت پرته د سیمه ییز او نړیوال مشروعیت تر لاسه کول ګران کار دی، یوازې د ملي مشروعیت او واضحې تګلارې په وسیله کولای شو سیمه ییز او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړو.

هغه ټینګار وکړ چې ولس باید خپل راتلونکی نظام د یوه واضح بحث او ملي اجماع له لارې وټاکي، له دې پرته د تلپاتې نظام جوړول ناممکن دي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال په مناسبت ولس ته په خپله غږیزه وینا کې وکړې چې د ده له فېسبوکپاڼې خپره شوه.

هغه په پیل کې ولس ته د نوي کال مبارکي ورکړه او ویې ویل، کال نوی کېږي خو زموږ غمونو ته د ختمېدو لار لا نه ده موندل شوې.

ده ټینګار وکړ، که یو بل و نه منو، دغه ستر ملت به یو ځل بیا ټول فرصتونه له لاسه ورکړي.

هغه وویل: ((موږ په یوه دوه لارې کې یوو، یا به د تېرو څلوېښتو کلونو ناسم تصامیم او تګلارې تکراوو، که پر دې لار روان شوو نو له یوې خوا به په ۲۱مه پېړۍ کې د بشري مرستو مستعمره وګرځو او له بلې خوا به د پردي جنګ او عامه شتمنیو د لوټ میدان وګرځو.))

د ده په خبره، بله لار نشته؛ یوازينۍ لار د اسلام د مبین دین، ملي وحدت، تلپاتې سولې، اقتصادي خوځښت، ملي، سیمه ییز او نړیوال مشروعیت لار ده.

دی وايي، په همدې بنسټ ضرور ده څو په خپل منځ کې یو ملي بحث پیل کړو او یوې پایلې ته ورسېږو.

محمد اشرف غني وویل: ((که یو او بل و نه منو، افغانستان د ټولو کور و نه ګڼو او هر افغان ته دا حق ور نه کړو چې خپل افغانیت، خپل غرور، خپل اسلامیت او خپله ژمنه ثابته کړي نو فرصت به مو له لاسه ورکړی وي.))

د ده په وینا، د یوه او بل په منلو را ټولېدای شو، د خدای په برکت او دغه راز د خپلو فزیکي شتمنیو، پانګو او انساني وړتیاوو وسیله له بې وزلۍ او اوسني بد وضعیت څخه وتلای شو.

خو ده ټینګار وکړ چې یو ملي بحث ته اړتیا ده او ملي بحث اجنډا غواړي، د دې لپاره باید له تاریخ څخه پند واخلو او په دې هم پوه شو چې موږ فطرتاً ازاد پیدا شوي یوو او یو- بل ته په احترام کولای شو د تاریخ په سختو شېبو کې یووالي ته ورسېږو.

نوموړي د دغه ملي بحث د اجنډا لپاره ۷ سرټکي وړاندیز کړل څو فکر ورباندې وشي او یوې پایلې ته رسېدل اسانه شي.

د ده په وینا، لومړی په کار ده چې وضعیت تشریح شي؛ څه ډول خوږ شوي یوو، کومو اقشارو زیان لیدلی دی، لومړیتوبونه څه دي او هغه مرستې چې راځي څنګه په شفافه توګه مدیریت شي.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه، له هغه وروسته چې په اروپا کې جګړه پیل شوې، د نړۍ لومړیتوبونه همالته متمرکز دي، موږ به خپل راتلونکی، امکانات او ژوند په خپله برابروو، پخوا ستونزه د ناامنۍ وه، د امنیت په شتون کې موږ ژر خوځښت راوستلای شو.

خو ده ټینګار وکړ چې د دغه کار لپاره باید طرحې موجودې وي او اوسني وضعیت ته په کتو باید له نوو فکرونو سره ورباندې فکر وشي.

د ده په خبره، میلیونونو انسانانو ته کار پیدا کېدای شي خو مهمه دا ده چې د اعتماد فضا جوړه شي او پانګه وال ډاډه شي چې ژوند، شتمني او فکر یې خوندي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

بشيراحمد نادم
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه