ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي هېوادونو سازمان او امریکا د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړې

اسلامي هېوادونو سازمان او امریکا د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړې

author avatar
24 Mar 2022 - 00:32
اسلامي هېوادونو سازمان او امریکا د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې وکړې
author avatar
24 Mar 2022 - 00:32

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخثت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې عذرا ضیا ، سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

د اسلامي کنفرانس له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا لیدنه پرون په اسلام اباد کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې وشوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې مشورتي ناسته کې دواړو غاړو د افغانستان پر وروستیو حالاتو او دغه هیواد کې د ګډ کار په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو موافقه وکړه، چې باید په افغانستان کې له بشري ننګونو سره د مقابلې او پرمختګ برخو کې زیات تمرکز وشي.

Visits: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.