منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د زړې مرمۍ چاودنې پنځه ماشومان وژلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۴۷ کتنې · تازه شوی

لښکرګاه (پژواک، ۱۲وری ۱۴۰۱): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د راکټ يوې زړې مرمۍ په چاودنه کې پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د يادې ولسوالۍ د کمپ په سيمه کې هغه مهال شوې چې ماشومانو د راکټ پر یوې زړې مرمۍ لوبې کولې.

د ده د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کي د یوې نجلۍ په ګډون پنځو ماشومانو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.

ده وويل چې په چاودنه کې یو هلک او یوه نجلۍ ټپیان شوي هم دي.

مولوي محمد قاسم ریاض وايي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په هلمند کې له دې مخکې هم په ورته چاودنو کې خلکو په تېره ماشومانو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه