کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱) : د اپریل څلورمه په داسې حال کې د ماینونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ نمانځل کیږي چې په افغانستان کې اوس هم ماینونه او د جګړو نه پاتې ناچاوده توکي لا هم هره ورځ خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
په دې اړه وروستۍ پيښه څو ورځې مخکې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې شوې چې د چاودنې له امله اوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په افغانستان کې د آی سي آر سي (یا د سره صلیب نړېواله کمیټه) وایي چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چېرته چې ټر ټولو زیات ماینونه ځای پر ځای کړی شوي، چې له امله یې هر کال سلګونه کسان مړه او ټپیان کیږي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې دفتر د ماینونو په اړه د پوهاوي د نړیوالې ورځې پر مهال ویلي " کله چې یوه جګړه ختمه هم شي، ماینونه خلکو ته ډیر زیانونه اړوي ، وېره خوروي او نه پرېږدي چې خلک خپلو کورونو ته ستانه شي."
سرچینې هیله څرګنده کړې چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې نړۍ له ټولو ماینونو نه پاکه شي.
بل پلو په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فیلیون په خپل ټویټر لیکلي چې د ۲۰۲۲ کال له پيل راهیسي، په افغانستان کې د ناچاوده توکو او ماینونو د چاودنې له امله ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، هر کال په افغانستان کې سلګونو کسان د زړو ماینونو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل راهیسې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ګڼ شمیر ماینونه د جګړو پر مهال ځای پر ځای شوي ، که څه د ماین پاکۍ لسګونه موسسې په دې برخه کې میلیونونه ډالر لګولي دي، خو خلک شکایت کوي چې اوس هم په ډیرو سیمو کې ماینونه شته دي، موسسو سم کار نه دی کړی او یواځې پروژې یې عملي کړي دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.