فراه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او خوړو نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ په فراه ولايت کې ۵۵۰ کسانو ته شپږ میاشتنۍ حرفوي زده کړې پیل شوې.
ياده پروژه دhelp موسسې په ملاتړ د رازي موسسې له خوا تطبيقېږي.
د رازي موسسې يوه مسوول عبدالواحد فراهي پژواک ته وويل چې دوی د هغو ماشومانو د والدينو او سرپرستانو لپاره شپږ مياشتنۍ مسلکي زده کړو پروګرام پيل کړی چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ماشومان له ښوونځيو بې برخې دي.
ده زياته کړه چې دغه پروژه دوه کلنه ده او د زده کړو دوره يې شپږ مياشتنۍ ده چې اوس يې د دغه ولایت په مرکز او پشترود او قلعه کاه ولسواليو کې ۵۵۰ کسانو پيل کړې.
دی زياتوي چې د يادې پروژې لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونیسف او خوړو نړيوال پروګرام له خوا ورکول کېږي او تطبیق يې د رازي او کمک يا help موسسو له خوا ترسره کېږي.
ده وويل: "موږ هغو والدینو ته چې د بېوزلۍ له امله يې خپل ماشومان د ښوونځيو پر ځای کار ته لېږي، شپږ مياشتنۍ حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې او په دې موده کې هغوی ته يوه اندازه پيسې او د اړوند کسب وسایل هم ورکوو. "
فراهي زياته کړه چې د دوی موخه دا ده چې يادې کورنۍ خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
نوموړي وويل، په دغه پروګرام کې چې د ياد ولايت د والي او کار او ټولنيزو چارو رياست په همغږۍ پيل شوی او د خیاطۍ، بايسکل جوړولو، نجارۍ، لاسي صنعت او ټیلېفون جوړولو په برخو کې زده کړې ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










