ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: که افغان حکومت د نړیوالو شرطونه له پام غورځوي، د رسمیت تمه دې نه کوي

امریکا: که افغان حکومت د نړیوالو شرطونه له پام غورځوي، د رسمیت تمه دې نه کوي

author avatar
6 Apr 2022 - 01:03
امریکا: که افغان حکومت د نړیوالو شرطونه له پام غورځوي، د رسمیت تمه دې نه کوي
author avatar
6 Apr 2022 - 01:03

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۱): د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړیوالو شرطونو له پام کې نیولو پرته د بندیزونو لرې کېدو او پر رسمیت پېژندلو تمه نه کوي.

هغې د ترکیې له ار ټي خبري شبکې سره په مرکه کې دا ډېره مایوسوونکې او خورا حیرانوونکې بللې ده چې سرپرست حکومت له خپلو ژمنو سره سره بیا هم د نجونو ښوونځيو بندولو پرېکړه وکړه.

رینا ویلي، اوس په افغانستان او نړۍ کې د افغانستان د نوي حکومت لپاره د ازمایښت یو اړین پړاو دی.

هغې ادعا کړې چې د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستو مسئله د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرانو ترمنځ هم د اختلافاتو رامنځته کېدو لامل شوې ده.

رینا امیري ویلي: "سرپرست حکومت کې داسې کسان شته چې افغانستان ته په هغه سترګه نه ګوري لکه څرنګه چې دی؛ د دوی په ذهنونو کې د افغانستان غير واقعي تصویر دی، داسې افغانستان چې د اسلام د افسانوي مفکورې پر بنسټ ولاړ وي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.