ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایمرجنسي روغتون: د کابل پل خشتي جومات کې له چاودنې ۱۱ ټپیان وروړل شوي

ایمرجنسي روغتون: د کابل پل خشتي جومات کې له چاودنې ۱۱ ټپیان وروړل شوي

author avatar
6 Apr 2022 - 16:21
ایمرجنسي روغتون: د کابل پل خشتي جومات کې له چاودنې ۱۱ ټپیان وروړل شوي
author avatar
6 Apr 2022 - 16:21

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): د ایمرجنسي روغتون مسوولین وایي، د کابل ښار په پل خشتي جومات کې د لاسي بم چاودنه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي؛ خو د کابل امنیه قومانداني بیا په دغه برید کې د شپږو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کابل امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، نن ماسپښين مهال د پل خشتي جومات پر لمونځ کوونکو د یوه کس له لوري د لاسي بم برید شوی چې له امله يې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي، د پېښې پرمهال یو شکمن کس نيول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

خو ایمرجنسي روغتون پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې له یادې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.