ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بي بي سي د پخواني بریتانوي کمره مین ملګري له افغان حکومته د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کوي

د بي بي سي د پخواني بریتانوي کمره مین ملګري له افغان حکومته د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کوي

author avatar
6 Apr 2022 - 21:15
د بي بي سي د پخواني بریتانوي کمره مین ملګري له افغان حکومته د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کوي
author avatar
6 Apr 2022 - 21:15

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱) :  د بي بي سي د پخواني کمره مین پیټر جوینال ملګري او دوستان د افغانستان سرپرست حکومت څخه غواړي چې هغه دې ژر تر ژره خوشې کړي.
پیټر چې د بریتانیا او جرمني تابعیت لري شاوخوا ۱۱۷ ورځې مخکې په کابل کې د سرپرست حکومت لخوا نیول شوی او تر اوسه په کابل کې بندي دي.
د هغه ملګري وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت څو ورځې مخکې دوه بریتانوي او یو

افغان امریکایي وګړي خوشې کړي، خو پیټر یې اوس هم په بند کې دی.
د هغه ملګري او خپلوان وایي، په بند کې د بهرنیو وګړو  ساتل له نړیوالو سره دافغانستان د

سرپرست حکومت د اړیکو پر وړاندې ستر خنډ دی.
سرچینې زیاته کړې چې د پخوا کلونو پر مهال پیټر چې کله افغانستان ته سفر کولو ، نو د افغانستان کورنیو چارو اوسني سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له پلار جلال الدین حقاني سره اوسه او په ۱۹۹۷ زیږدیز کال کې چې سي ان ان له اسامه بن لادن سره مرکه کوله، نو پیټر د دې مرکې کمره مین و.
د پیټر نږدې دوستان وایي، کله چې طالبان تیر کال بیا واک ترلاسه کړل، نو پیټر د یوه سوداګر په توګه افغانستان ته ولاړ او د طالبانو له ګڼ شمیر مشرانو سره ولیدل، هغه هڅه کوله چې بهرني پانګوال افغانستان ته راجذب کړي.
سرچینې زیاته کړې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د پیټر د خوشې کولو په موخه د افغانستان د سرپرست حکومت له یو شمیرانو سره لیدنې کتنې هم کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سرپرست حکومت ته ویلي، ترڅو چې پیټر خوشې نه شي، اړیکې یې نه نورمال کیږي.
د سي ان ان د ملي امنیت په چارو کې شنونکی پیټر بورګین وایي چې پیټر جوونال یې نږدې ملګری دی او باید ژر تر ژره خوشې شي.
هغه په یوه لیکنه کې چې تازه د سي ان ان پر پاڼه خپره شوې لیکلي چې پیټر مسلمان دی او له افغانې سره واده کړی او درې لوڼې لري.
بورګین وایي دا چې د رمضان میاشت ده، نو د افغانستان سرپرست حکومت دې د همکارۍ او پخلاینې له مخې پیټر خوشې کړي.
د پیټر ملګری او د بي بي سي پخوانی خبریال ډویډ  لاین وایي: " په کابل کې د پیټر د بندي کیدو ۱۱۷ ورځې پوره شوې، زه نه پوهیږم چې پیټر ولې په کابل کې بندي دی، هغه افغانستان ته د بیارغونې چارو کې د مرستې او همکارۍ لپاره تللی و. "
د هغه  په وینا، که چیرې افغان سرپرست حکومت بهرني پانګه وال نیسي، نو دا به هغوی

ته ډیره ستونزمنه وي چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې پیاوړې او نورمال کړي.
د بي بي سي بله مشهوره خبریال لیزډوسیټ هم په ټویټر کې هم په بند کې د پیټر پر ساتل کیدو اندیښنه ښودلې او د هغه د ژر تر ژره د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د پیټر جووینل بل همکار د بي بي سي کارکوونکی، جان سیمپسون (John Simpson) د

افغان حکومت لخوا د ځینو بهرنیو وګړو پر خوشې کیدو خوښي څرګنده کړې خو وایي چې پیټر له تیرو ۱۱۷ ورځو په کابل کې بندي دی.
هغه په ټویټر کې لیکلي: "موږ غواړو چې زموږ نږدې ملګری پیټر هم د کابل له زندانه خوشې او ژر تر ژره له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي."
تر دې مخکې هم  پیټر جووینال «Peter Jouvenal » ته نږدې کسانو د هغه پر روغتیايي حالت اندیښنه څرګنده کړې وه او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه یي غوښتي وو، چې هغه خوشی کړي، خو سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
هغه تر دې مخکې هم ویلي وو، چې ۶۴ کلن پیټر جووینال شاوخوا څلور میاشتې مخکې، پرته له دې چې تور یې څرګند شي، په کابل کې نیول شوی دی. هغه  یوازې د خلکو د مرستې لپاره افغانستان کې و.»
پیټر جوونیل د ډېسمبر په لومړیو کې نیول شوی او کورنۍ او ملګري یې د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.
د  سیمپسون په وینا، پیټر د خپلي دندې په اوږدو كې د عكاس او کامره مین په توګه له بېلابېلو افغان ادارو سره- چې په دې كې «د طالبانو لومړۍ دوره واكمني» هم شامله ده- په بې پرې توګه کار کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پیټر په ۱۹۹۷ كال کې د سي ‌اېن ‌اېن (CNN . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.