پلخمري (پژواک، ٢٠ ورى ١٤٠١): له یتیمانو سره د مرستې په نوم یوې موسسې په بغلان ولایت کې د پولیو واکسین په اړه د عامه پوهاوي کمپاین په ترڅ کې له زرو بې وزلو ښځو سره د کمپلو مرسته وکړه.
په دغه غونډه کې چې نن د وري په ٢٠ مه په پلخمري ښار کې جوړه شوې وه؛ سلګونو بې وزلو ښځو ته د پولیو واکسین په اړه د پوهاوي ترڅنګ د کمپلو مرسته هم وشوه.
په افغانستان کې له یتیمانو سره د مرسته کوونکې موسسې مسوول عبدالصبور جسور پژواک اژانس ته وویل چې وروستيو جګړو افغانان ډېر ځپلي دي او له بل هر وخته اوس ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
هغه وویل، د دوى له لوري د بغلان د څلورو ولسواليو ښځو ته د پوليو په اړه د عامه پوهاوي ورکولو ترڅنګ زر کمپلې هم ورکړل شوې.
login or register a new account.