ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ناپېژاندو وسله والو یو ۱۶ کلن ځوان وژلی

author avatar
25 Apr 2022 - 21:38
author avatar
25 Apr 2022 - 21:38

کندهار (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): نامعلومو کسانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ادریس احمد په نوم یو ۱۶ کلن ځوان خپل کور ته نږدې په ډزو وژلی دی.

پېښه تېره شپه له روژه ماتې وروسته د دې ولسوالۍ په منارې سیمه کې شوې ده.

د وژل شوي ځوان اخښي عزیز احمد روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، ادریس احمد ته- چې په زلمي هم مشهور و- تېره شپه خپل یوه ملګري زنګ وهلی او له کوره وتلی خو لس دقیقې وروسته په ډزو وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، نوموړي له هیچا سره هیڅ راز دښمني نه لرله او نه پوهېږي چې چا او ولې وژلی دی؟

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.