ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: په زور څوک افغانان نه شي قانع کولی، له تاریخه باید عبرت واخیستل شي

اشرف غني: په زور څوک افغانان نه شي قانع کولی، له تاریخه باید عبرت واخیستل شي

author avatar
1 May 2022 - 23:14
اشرف غني: په زور څوک افغانان نه شي قانع کولی، له تاریخه باید عبرت واخیستل شي
author avatar
1 May 2022 - 23:14

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۱): پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې افغانستان له یوه خطرناک وضعیت سره مخ دی او له روانو حالاتو د وتلو یوازېنۍ لار ملي اجماع او یووالی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د غویي په ۱۱مه د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کړې کړې چې د هغه د فېسبوک له پاڼې په ژوندۍ بڼه خپور شو.

اشرف غني وویل چې له روانو حالاتو د وتلو یواځینۍ لار ملي اجماع او یوالی دی.

ده زياته کړه: «اوسنی وضعیت له خطرونو ډک دی او له اجماع پرته افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو بله لار نه لري، اړتیا ده چې سره ټول افغانان په ملي اجماع باندې وغږېږو او د لارې یوې نقشې ته راشو چې د یو هوسا، اباد، ازاد او بېطرفه افغانستان موخو ته ورسېږو او ټول ملا وتړو چې ابادۍ او ژوند ته کار وکړو نه بربادۍ او مرګ ته.»

هغه زیاته کړه، افغانستان د خپل تاریخ یوې بلې مهم پړاو ته داخل شوی. هغه پرته له دې چې د اوسني حکومت نوم واخلي، ويې ويل: «که د واک په انحصار باندې تاکید وي، وضعیت نور هم خرابېږي.»

ده زياته کړه، په زور افغانان قانع کولای نه شي… او باید له تاریخ څخه» عبرت واخيستل شي.

د غني واکمني د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ ختمه شوه او ځای يې اوسني سرپرست حکومت ونيو.

پخواني ولسمشر بشري مرستو ته په اشارې وویل چې دا مرستې د افغانستان د ستونزو دایمي حل نه دی او باید افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او له سرچېنو څخه یې ګټه واخیستل شي.

هغه د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر خپه کوونکی وباله.‌

نوموړي زیاته کړه، ځینې سرویګانې ښيي چې ۵۰ سلنه افغانان غواړي وطن پرېږدي، خو پر افغانانو يې غږ وکړ چې ناامیده نه شي.

اشرف غني همدغه راز د افغان ماشومانو د تعلیم یادونه هم وکړه چې باید په کور، کلي، جومات او دیره کې ورته امکانات برابر شي او افغان ماشومان دا احساس پیدا کړي چې ځان او نړۍ ته خدمت او کار کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانيستل ځنډولي، وايي چې د پرانیستلو په طرحه يې کار کوي. دغه پرېکړه په ملي او نړيواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

پخواني ولسمشر په افغانستان کې وروستیو بریدونو او چاودنو ته په اشاره وویل که یو ځل بیا «انفجار او انتحار پیل شول» مخه نیول به یې ستونزمن وي.

هغه د نورو ولایتونو ترڅنګ په ضمني ډول د خوست ولایت پېښه هم یاده کړه چې د پاکستاني الوتکو په بمبار کې لسګونه ولسي خلک ووژل شول او ژوبل شول.

 

Visits: 839

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.