Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د متحده عربي اماراتو د مخکیني ولسمشر فاتحه واخیستل شوه

خوست ښار (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مسوولينو او ځايي حکومتي چارواکو له خوا، د متحده عربي اماراتو د مخکیني ولسمشر شيخ خليفه بن زايد ال نهيان فاتحه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون رییس انجينر همايون معاويه پژواک خبري اژانس ته وويل، د متحده عربي اماراتو حکومت په ځانګړي ډول شيخ خليفه د افغانستان ولس او په تېره بیا د خوست له خلکو سره په تعليمي او اکاډمیکو برخو کې ډېره همکاري کړې ده.

معاويه زیاته کړه، يوه له دغو مرستو څخه د خوست د شيخ زايد پوهنتون جوړول دي چې د شيخ خليفه له خوا پرې ميليونونه ډالر لګښت شوی او دا مهال پکې شاوخوا لس زره محصلين پر زده کړو بوخت دي.

نوموړي وويل چې په همدې اساس يې نن (د غویي ۲۶مه) په دغه پوهنتون کې د متحده عربي امارتو د مخکیني ولسمشر شيخ خليفه – چې څو ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ – د فاتحې او غمشريکۍ مراسم یې ترسره کړل.

نوموړي ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د مرحوم شيخ خليفه په اړه په شيخ زايد پوهنتون کې بېلابېل علمي سيمينارونه جوړ کړي او د مختلفو قشرونو علمي کسان به ورته راوبولي.

د دغه پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد اسدالله تڼي پژواک ته وويل چې د شيخ زايد پوهنتون د متحده عربي اماراتو او په ځانګړي ډول د شيخ خليفه په همکارۍ تر ننه پورې له دوامدارو مرستو څخه برخه‌من دی.

نوموړي د متحده عربي اماراتو له نوي ولسمشره هم غوښتنه وکړه چې دغه پوهنتون سره دې د نورو مرستو ترڅنګ په علمي او اکاډميکو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

هغه وايي: «په لومړي وخت چې کله د شيخ زايد پوهنتون تاسيسات جوړيدل، متحده عربي اماراتو ورته تر پنځو ميليونو ډالرو پورې پيسې ځانګړې  کړې وې؛ له هغه وروسته د شيخ زايد پوهنتون د کدري روغتون لپاره د نهو ميليونو ډالرو په ارزښت په ډېر لوړ معيار طبي وسايل رانيول شوي دي، د يو ميليون ډالرو په لګښت سره يوه څلور پوړيزه ودانۍ د ليليې لپاره د محصلينو په واک کې ورکړل شوې، د دې نه علاوه د اووه سوه زره ډالرو په ارزښت سره د پوهنتون تجهيزات چې په هغو کې کمپيوتر، ايرکنډيشن او نور تخنيکي وسايل موجود دي، اخيستي دي.))

په ورته مهال، د شيخ زايد پوهنتون يو محصل قسمت الله همت پژواک ته وويل چې متحده عربي اماراتو په علمي او اکاډميکو برخو کې د مرستې ترڅنګ، په خپل هېواد کې زرګونه خوستوالو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

د نوموړي په وینا چې هلته مېشت خوستوال د محتده عربي اماراتو له حکومته خوښ دي او په همدې اساس دوی د شيخ خليفه پر مړينې خواشيني دي او په دې غم کې ځانونه شريک بولي.

هغه زياته کړه: «متحده عربي اماراتو کې زموږ د خوستوالو کار جوړ دی، څه سرمايه ګذاري موږ خپله کړې ده او څه دوی ورسره همکار پاتې شوي دي. په همدې اساس باندې چې زموږ ترمنځ دغه همکاري دومداره وي، نو دغه د فاتحې مراسم ترسره شول.»

د يادونې ده، د متحده عربي اماراتو ولسمشر شيخ خليفه بن زايد النهيان د تېرې جمعې په ورځ د ۷۳ کلونو په عمر ومړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.