ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د دوحې له تړون وروسته امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو

حقاني: د دوحې له تړون وروسته امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو

author avatar
17 May 2022 - 06:13
حقاني: د دوحې له تړون وروسته امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو
author avatar
17 May 2022 - 06:13

اټلانټا (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي چې  افغانستان به هيځکله امریکا ته ترهګریز ګواښ نه وي او د دوحې له تړون وروسته دوی امریکا خپل دښمن نه ګڼي.

خلیفه سراج الدین حقاني چې تر څو میاشتې مخکې پورې په رسنیو کې نه و راښکاره شوی، څه موده مخکې د کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیسو په یوه فراغت‌غونډه کې د لومړي ځل لپاره د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو.

خو د کابل له سقوط  او د کورنیو چارو سرپرست وزیر په توګه له مقررۍ وروسته هغه خپله لومړنۍ مرکه د امریکایي ټلوېزیون سي اېن اېن له مشهورې خبریالې کرسټین امانپور سره وکړه.

مېرمن امانپور د دې مرکې لپاره کابل ته راغلې او تېره شپه دا مرکه د سی اېن اېن له ټلوېزیونه خپره شوه.

د مرکې پر مهال مېرمن امانپور پړونۍ پر سر کړی و او په ډېره سړه سینه یې له سراج الدین حقاني څخه پوښتنې کولې.

امانپور لومړۍ پوښتنه دا مطرح کړه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په پیل کې تاسو (حقاني) نیویارک ټایمز ته په یوه لیکنه کې ژمنه کړې وه چې د واک له ترلاسه کولو وروسته به د ټولو افغانانو حقوق مساوي وي، ښځو ته به د کار او تعلیم چانس ورکول کېږي، ایا اوس هم پر همدغه دریځ ولاړ یاست؟ حقاني وویل: "هغه مهال چې مو کومې ژمنې کړې وې، له اوس حالاتو سره توپیر لري؛ د هغه مهال حکومت د طالبانو په تړاو ډېر خراب تصویر نړیوالو ته وړاندې کړی و، اوس هم غواړو دا ژمنې عملي کړو. "

خو د سي اېن اېن خبریالې امانپور بیا پوښتنه وکړه چې طالبان له نویمو کلونو راهیسې دا ډول ځرګندونې کوي، خو بیا نه عملي کېږي، ایا له دې وروسته به  نجونو ته د ثانوي زده‌کړو زمینه مساعده شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وویل، هیڅوک د ښځو له تعلیم سره مخالفت نه کوي، اوس هم تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځيو ته ځي.

حقاني زیاته کړه چې اوس هم د ثانوي زده‌کړو په برخه کې پر یوه میکانیزم کار روان دی: "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د نجونو زده کړو ته به اجازه ورکړل شي، یواځې پر میکانیزم کار روان دی."

د هغه په وینا چې ډېر ژر به د ثانوي زده کړو په اړه یو ښه خبر واورئ.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، په اسلام کې پر نجونو او هلکانو دواړو تعلیم فرض ده؛ هیڅوک یې مخالفت نه کوي، خو دا باید له اسلامي اصولو سره برابر وي او د دې لپاره باید شراط برابر وي.

مېرمن امانپور د دې مرکې پر مهال وویل چې د کابل پر ځینو دېوالونو لیکل شوي چې طالبانو امریکا ته ماتې ورکړه، ایا اوس هم تاسو امریکا ته د دښمن په سترګه ګورٍئ؟ سراج الدین حقاني وویل: "زه باید یو سپیناوی وکړم، تېر شل کاله موږ په جګړه کې وو، خو د دوحې له تړون وروسته موږ پرېکړه وکړه چې نور تېره شل کلنه جګړه یاده نه کړو، اوس موږ له امریکا او نړۍ سره ښې اړیکې غواړو."

هغه وایي چې دوی د خپلو ژمنو له مخې اوس امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري، خو افغانان د دوی د ارادو په اړه شک لري.

ده زیاته کړه: "د افغانستان د خپلواکۍ لپاره موږ حق لاره چې حقه مبارزه وکړو او دا حق نړیوالو قوانینو هم موږ ته راکړی دی."

د سي اېن اېن خبریالې وویل چې امریکا پر حقاني بندیزونه لګولي او پر سر یې میلیونونه ډالر انعام اعلان کړی دی.

هغې پوښتنه وکړه چې امریکا له یوې خوا دا کارونه کوي او له بلې خوا ستاسو له حکومت سره ګډ کار کول هم غواړي؟ په دې اړه سراج الدین حقاني وویل: "دا قضاوت باید امریکا وکړي چې ولې داسې کوي، موږ د خپلو خلکو د حقونو او  له خپل هېواد څخه د دفاع لپاره مبارزه کړې ده، اوس موږ له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، دوی چې له نړیوالو سره کومې ژمنې کړې، د هغو له مخې به افغانستان هیڅکله امریکا ته ترهګریز ګواښ نه پېښوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.