ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار: د دوحې تړون او د امریکایي ځواکونو ویستل د مخکني افغان پوځ د ړنګېدو لاملونه وو

سیګار: د دوحې تړون او د امریکایي ځواکونو ویستل د مخکني افغان پوځ د ړنګېدو لاملونه وو

author avatar
18 May 2022 - 23:54
سیګار: د دوحې تړون او د امریکایي ځواکونو ویستل د مخکني افغان پوځ د ړنګېدو لاملونه وو
author avatar
18 May 2022 - 23:54

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش (سیګار) وايي، د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی لاملونه د دوحې تړون او د امریکایي ځواکونو ویستل وو.

دوه کاله مخکې، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو؛ تر دې تړون وروسته امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه او قراردادیان وویستل او د سیګار د نویو موندنو او راپور له مخې همدغه کار د افغان پوځ مورال «وواژه».

د سیګار دا راپور پرون د سه شنبې په ورځ ناوخته خپور شو.

راپور وايي: «د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ړنګېدو یوازینی مهم لامل په ۲۰۲۰ کې د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون و چې پر اساس یې امریکا له افغانستانه ځواکونه او قراردادیان واېستل….»

دا تړون د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې کړی و چې بیا د اوسني ولسمشر جوبایډن حکومت یې په تعقیب د ۲۰۲۱ په اپریل میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو اعلان وکړ.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د سیګار په موندنو کې ویل شوي چې له دغه تړون وروسته، له افغان ځواکونو سره د هوايي مرستو د کموالي تر څنګ د متحدو ایالتونو پوځي مرسته په لویه کچه کمه شوې وه.

د سیګار مشر جان ساپکو په دې راپور کې ویلي: «د امریکا او طالبانو ترمنځ له تړون یو کال وروسته، د هوايي بریدونو محدودیت د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو د لېرې ساتلو په برخه کې له مهم پرمختګ څخه پرېښودل.»

له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان مخکنی حکومت وپرځېد او ځای يې اوسني حکومت ونيو؛ خو تر دې دمه د امریکا په ګډون د نړۍ کوم هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی.

د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې سیګار په ځانګړي راپور کې ویل شوي، سره له دې چې سرپرست حکومت د تړون اکثریت مادو د عملي کولو لپاره اقدامات کړي، خو په راتلونکي کې د هغوی په اقداماتو باور کول یقیني نه دي.

د دوحې په تړون کې ویل شوي چې طالبان به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې او په وار وار يې ويلي چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه بل هېواد ته ګواښ پېښ کړي.

دغه راز حکومت تر اوسه د سیګار د راپور په تړاو هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Views: 155

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.