ژبه

د کابل – جلال‌اباد لارې بندولو په تړاو ۲۱ کسان نيول شوي

[restrict paid="true"]

مهترلام (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د ختيځ زون امنيتي مسوولين وايي، د کابل – جلال اباد لويې لارې د ناقانونه بندولو په تړاو يې ۲۱ کسان نيولي دي.

دوی وايي، نيول شوي کسان اوس په ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو کې بنديان دي او پر خپل دغه کار يې اعتراف هم کړی دی.

عيني شاهدان وايي، وړمه ورځ يو شمېر کوچيانو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کابل - جلال اباد لويه لار د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په عزيز خان کڅ سيمه د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په توګه تړلې وه.

د دې لويې لارې يو مسافر نصيب‌الله چې د جمعې په ورځ يې پر دې لاره سفر درلود او د دغه لاريون له امله درې ساعته بند پاتې وو، پژواک اژانس ته وويل چې کوچيانو خپلو کې سره جنجال درلود او د ستونزې د حل لپاره يې لاريون کړی و او لاره يې بنده کړې وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، لاريون کوونکو د پسونو رمې د سړک پر منځ درولې وې، مسافرو ته يې اجازه نه ورکوله او پر امنيتي ځواکونو يې هم د تیږو ګوزارونه کول.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيد‌الله محمدي نن (د غبرګولي ۲۲مه) پژواک اژانس ته وويل چې د يادې خپلسرۍ په تړاو ۲۱ کسان نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د لاريون ځانګړي اصول دي چې بايد ۴۸ ساعته مخکې امنيتي ادارې خبرې شي او ولس ته زيان ونه رسېږي؛ خو دوی امنيتي ادارې خبرې کړې نه وې او لاره یې بنده کړې وه.

د قول اردو له لوري د نيول شوو کسانو د اعتراف ويډيوګانې هم پژواک ته رااستول شوې دي چې نيول شوو کسانو پر خپلو کړنو پښېماني څرګنده کړې ده.

د دوی له ډلې يو کس له نوم ښودو پرته وايي: «موږ پرون لوی سړک بند کړی و، مجاهدينو وروڼو موږ له تاسو نه ډېره بښنه غواړو، له ولس نه يې هم غواړو، اينده کې موږ داسې کار نه کوو.»

پژواک هڅه وکړه چې له دغو کوچيانو سره خبرې وکړي، څو د خپل لاريون اصلي لامل په ډاګه کړي خو له خبرو کولو يې ډډه وکړه.

[/restrict]