Language

هلمند کې خپلمنځي شخړې؛ اووه کسان ټپیان شوي

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت په ځینو سيمو کې د خپلمنځي شخړو له امله ۷ کسان ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون «د غبرګولي ۲۱مه» د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د شپږمې او درېیمې حوزو په ګډون په بغني او نادعلي ولسوالیو کې د اوبو پر سر شخړو کې ۷ کسان ټپیان شوي دي .

هغه زیاته کړه چې د دوو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

ریاض وايي چې د دې پېښو ځیني عاملین د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

[/restrict]

 

Related Topics